د هند او سرېلانکا دوهمه شل اوریزه لوبه هند لوبډلې وګټله

سریلانکا، هندوستان ته په خپل ورزشي سفر کې درې شل اوریزې لوبې درلودلې، چې لومړۍ شل اوریزه لوبه اورښت بې پایلې کړه او دویمه شل اوریزه لوبه د سه شنبې په ماښام هندوستان وګټله.
هندوستان په دویمه شل اوریزه لوبه کې سریلانکا ته په ۷ وېکتو ماته ورکړه او سیریز یو د صفر پر وړاندې مخته ولاړ.
هندوستان د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه، سریلانکا په شل اورونوکې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې.
شاردول تاکور درې وېکټې واخېستې.
هندوستان د درې لوبغاړو په سوځېدو سره په اتلسم اوور کې هدف پوره کړ او سریلانکا ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی نافدیف سېني وپېژندل شو، هغه ۴ اورونوکې ۱۸ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخېستې.
دواړه لوبډلې خپله وروستۍ شل اوریزه لوبه د جنوري په لسمه نېټه د جمعې په ورځ ترسره کوي.