انگلنډ جنوبي افریقا ته په دوهمه ټیسټ سیالۍ کې ماته ورکړه

انګلستان، سویلي افریقا ته د ۲۰۱۹ م کال د ډېسمبر میاشت کې سفر کړی دی، چې تر دې دمه یې دوه ټېسټ لوبې کړي دي، چې یوه افریقا او دوه یمه بیا انګلستان وګټله.
انګلستان د سه شنبې په ورځ دوه یمه ټېسټ لوبه له سویلي افریقا څخه په ۱۸۹ منډو وګټله.
انګلستان په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۹ منډې وکړې.
سویلي افریقا یې په ځواب کې ټولې ۲۲۳ منډې وکړې او له انګلستان څخه ۴۶ منډې قرضداره شوه.
دویمه پاڼۍ توپ وهنه کې انګلستان ۳۹۱ منډې وکړې او سویلي افریقا ته یې د پخوانیو ۴۶ منډو په مرسته ۴۳۷ منډې هدف ورکړ.
افریقا د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله، دې لوبډلې ټولې ۲۴۸ منډې وکړې او لوبه ترې انګلستان په ۱۸۹ منډو وګټله.
د دې لوبې غوره لوبغاړی د انګلستان الراونډر بېن سټوکس ونومول شو؛ هغه په دواړو پاڼیو توپ وهنه کې ۱۱۹ منډې وکړې او د توپ اچونې پر مهال یې درې وېکټې هم واخېستې.
لومړۍ لوبه سویلي افریقا په ۱۰۷ منډو ګټلې وه، دویمه لوبه بیا انګلستان په ۱۸۹ منډو وګټله او درېیمه ټېسټ لوبه به د جنوري په ۱۶ مه نېټه پیل شي.