هند جنوبي افریقا ته بده ماته ورکړه

هند دا مسابقه په ۸ ویکټونو او ۷۲ توپونو وګټله. دې بري هند د کرکټ د نړیوالې شورا د اتلولۍ جام نیمه پایلوبې ته ورسوله. له اې ګروپ څخه انګلیستان نیمه پایلوبې ته بریالی شوی دی.

د هند یوازې ۲ لوبغاړي وسوځېدل.

هند او  جنوبي افریقا په نړیوالې اتلولۍ جام کې مخامخ دي

تاند- د کرکټ د نړیوالې شورا د نړیوالې اتلولۍ جام په سالیو کې د جنوبي افریقا او هند مسابقه پیل شوې ده.

د سیالۍ پچه هند وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی پر افریقا بیټنګ وکړي او خپله باولینګ.

دواړه ټیمونه په بي ګروپ کې له سریلانکا او پاکستان سره یوځای دي. تراوسه پورې هند په ۲ سیالیو کې یوه ګټلې بله بایللې او د بي ګروپ د جدول په سر کې دی.

ورپسې جنوبي افریقا ده، درېم مقام د سریلانکا او وروستی یا څلورم ځای د پاکستان دی. ټولو ټیمونو یوه لوبه ګټلې او یوه بایللې خو د منډو د شمېر پر اساس هند لومړی او نور په ترتیب ورپسې دي.

په اې ګروپ کې انګلیستان لومړی مقام لري. انګلیستان په ۳ سیالیو کې درې واړه ګتلي دي. دوهم مقام د بنګله دېش دی.

د هند او جنوبي افریقا د سیالۍ ویدیو همدلته خپرېږي.


د هند بیټنګ:


د جنوبي افریقا کمزوری بیټنګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *