د افغانستان او ویست انډیز دوهمه یو ورځینۍ مسابقه

تاند- د ویسټ انډیز په وړاندې د جمعې د ورځې بري د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د مینه والو توقع لوړه کړې او هیله لري چې نن به هم د جمعې په شان سیالي د ځان په ګټه پای ته ورسوي.

د جمعې په ورځ افغان ټیم له ویسټ انډیز څخه په درو یو ورځینیو سیالیو کې لومړۍ هغه په ۶۳ منډو وګټله.

ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې نن د افغانستان په وخت د شپې یوولس بجې (د ویست انډیز د ماسپښین دوه نیمې) په دوهمه یو ورځینۍ سیالي کې مخامخ شي.

ګومان کېږي چې ویست انډیز به نننۍ /جون ۱۱/ مسابقې ته ډېره تیاري نیولې وي او غالباً به یې د لوبډلې په ترکیب کې بدلون راوستی وي ځکه چې که دا سیالي افغانستان وګټي د یو ورځینیو سیالیو لړۍ ګټي. خو که ویست انډیز د نن شپې مسابقه وګټله درېمه سیالي به د دواړو لپاره برخلیک ټاکونکې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *