پاکستان د یو ورځینیو سیالیو لړۍ له ویست انډیزه وګټله

تاند- پاکستان له ویست انډیز څخه د یو ورځینیو کرکټ سیالیو لړۍ هم وګټله.

په درېمه یو ورځینۍ سیالي کې، چې نن /چهارشنبه/ په ابوظهبي کې وشوه، پاکستان د ویست انډیز لوبډلې ته په ۱۳۶ منډو ماتې ورکړه.

بیټنګ پاکستان پیل کړ او په ۵۰ اوورونو کې یې ۳۰۹ منډې جوړې کړې خو ویست انډیزي لوبغاړي په ۴۴ اوور کې په داسي حال کې وسوځېدل چې یوازې یې ۱۷۲ منډې کړې وې.

دوې نورې یو ورځینۍ سیالۍ هم ویست انډیز بایللې وې.

پاکستان تر دې مخکې په شل اووریزو سیالیو کې هم ویست انډیز ته ماتې ورکړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *