پاکستان ویست انډیز ته ماتې ورکړه

تاند- پاکستان نن /سې شنبه/سپټمبر۲۷/ ویسټ انډیز ته په ۲۰ اووریزه سیالۍ کې په ۸ ویکټونو ماتې ورکړه.

لوبه یا بیټنګ ویسټ انډیز پیل کړ، په ۲۰ اووریونو کې یې د ۵ لوبغاړو د سوّځېدو په بدل کې ۱۰۳ منډې جوړې کړې خو پاکستاني لوبغاړو دا هدف نسبتاً په اسانه پوره کړ.

یوازې ۲ پاکستاني لوبغاړي وسوځېدل او لا ۲۹ توپونو یې لرل چې ۱۰۸ منډې یې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې شعیب ملک وکړې. ده په ۳۴ توپونو ۴۳ منډې وکړې.

2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *