ویست انډیز د شل اووریز جام اتلولي وګټله

تاند- د کرکټ د نړیوال شل اووریز جام پایلوبه د انګلیستان په بیټنګ پیل شوه.

پچه ویست انډیز وګټله خو غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ انګلیسي لوبغاړي وکړي.

انګلیسي لوبغاړو تر سخت فشار لاندې بیټنګ پیل کړ.

لومړي درې لوبغاړي یې یو په بل پسې وسوځوېدل. څلورم او پنځم یو څه لوبه ښه کړه. خو څلورم لوبغاړی مورګن په داسي حال کې چې په بټلر په ۲۲ توپونو یې ۳۶ منډې کړې وې، وسوځول شو.

تر ده مخکې جې جې رای په صفر، اې ډي هېلز په ۱ منډه، مورګن په ۵، اي جې جي مورګن په ۳۶ منډوسوځېدلي ول خو جې اي روټ ښه لوبه کړې ده او تر ۵۰ منډو یې اړولي دي.

سټوکس په ۸ توپونو ۱۳ منډې وکړې. د ده له سوځېدو وروسته معین علي راووت. علي په دوهم توپ، بې له دې چې کومه منډه وکړي وسوځېد.

روټ د انګلیستان ۷ لوبغاړی و چې وسوځېد. ده خورا ښه لوبه وکړه، په ۳۶ توپونو یې ۵۴ منډې جوړې کړې. ده ۳ شپږیزې او یوه څلوریزه ووهله.

انګلیستان ټولټال ۱۵۵ منډې جوړې کړې او ویست انډیز ته یې ۱۵۶ منډې هدف وټاکه.

ګومان نه کېږي چې ویست انډیز دط دا هدف پوره نه کړي.

ډي جې ویلکي په ۱۴ توپونو ۲۱ منډې وکړې، ورپسې ایل اي پلنکیټ په ۴ توپونو یوازې ۴ منډې وکړای شوې.

دا پایلوبه د هند د کلکتې په ایدن ګارډن لوبغالي کې روانه ده.

دواړو لوبډلو یو – یو وار پایلوبه ګټلې ده.

خو که هر یوه نننۍ پایلوبه وګټله، دا به ورته لوی ویاړ وي چې دوه ځلي پایلوبه ګټي.

د ویسټ انډیز لپاره ایس بادرې ښه باولینګ کړی دی. ده په ۴ اوورونو کې نه یوازې ۲ انګلیسي لوبغاړي سوځولي بلاکې صرف ۱۶ منډې یې ورکړي دي.

شل اووریزې سیالۍ په ۲۰۰۷ م کال پیل شوي، تر دغه کال مخکې په کرکټ کې ټول پام یو ورځنیو یا پنځوس اووریزو سیالیو ته و.

له ۲۰۰۷ څخه تراوسه پوري د دغو سیالیو د اتلولۍ کپ یو – یو ځل هند، پاکستان او سریلانکا هم ګټلی دی.

انګلیستان په ۲۰۱۰ م کال په ویسټ انډیز کې د شل اووریزو سیالیو جام ګتلی. په ۲۰۱۲ کې ویسټ انډیز په سریلانکا کې د شل اووریزو سیالیو پایلوبه ګټلې ده.

د ویسټ انډیز بیټنګ

د ویسټ انډیز له لوري بیټنګ ته لومړی جانسن چارلس او کریس ګېل راووتل.

د ویسټ انډیز چارلس په لومړي اوور یوازې یوه منډه وکړای شوه.

چارلس د دوهم اوور په لومړي توب وسوځېد. ده په ۷ توپونو یوازې ۱ منډه وکړای شوه.

کریس ګېل یوازې ۵ منډې وکړای شوې. نوموړی د روټ په وسیله وسوځول شو.

ویسټ انډیز په داسي حال کې چې یوازې ۵ منډې یې کړي په ۲ اوورونو کې ۲ لوبغاړي له لاسه ورکړي دي.

د ویسټ انډیز سیمولز یوازې په یوه منډه وسوځېد.

اوس د ویسټ انډیز ۳ لوبغاړي سوځېدلي، ۱۱ منډې یې کړي درېم اوور روان دی.

ویسټ انډیز په ۵ اوورونو کې د ۳ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۱ منډې کړي دي.

ایم این سامولز وسوځېد. ده د ویسټ انډیز ټیم له فاره یو څه خلاص کړ، په ۲۱ توپونو یې ۲۷ منډې وکړې چې تر دې دمه د ویست انډیز بل لوبغاړي دومره منډې نه دي کړي.

اوس د ویست انډیز د منډو شمېر ۳۷ دی، ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۶ اوور روان دی.

سامولز نه و سوځېدلی. د ویسټ انډیز ۳ لوبغاړي سوځېدلي دي.

اوس د ویست انډیز د منډو شمېر ۴۷ دی، ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۸ اوور روان دی.

اوس د ویست انډیز د منډو شمېر ۶۱ دی، ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۱۰ اوور روان دی.

اوس د ویست انډیز د منډو شمېر ۷۷ دی، ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۱۰ اوور روان دی.

اوس د ویست انډیز د منډو شمېر ۸۶ دی، ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۱۱ اوور روان دی.

سامولز، چې یو وخت سوځېدلی اعلان شوی و، ۵۰ منډې پوره کړې.

برافو وسوځېد.

اوس د ویست انډیز د منډو شمېر ۹۰ دی، ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۱۴ اوور روان دی.

اوس د ویست انډیز د منډو شمېر ۹۱ دی، ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۱۴ اوور روان دی.

رسلز د ویست انډیز لپاره یوازې ۱ منډه وکړای شوه.

اوس د ویست انډیز د منډو شمېر ۱۰۷ دی، ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۱۵ اوور روان دی.

اوس د ویست انډیز د منډو شمېر ۱۰۷ دی، ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۱۵ اوور روان دی.

سامي په ۲ منډو وسوځېد. سامي د ویست انډیز تکړه لوبغاړی و.

اوس د ویست انډیز د منډو شمېر ۱۲۰ دی، ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۱۷ اوور روان دی.

ویست انډیز په ۱۶ توپونو ۳۵ منډو ته اړتیا لري

اوس په ۱۵ توپونو ۳۳ منډو ته اړتیا لري

اوس د ویست انډیز د منډو شمېر ۱۲۳ دی، ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۱۷ اوور روان دی.

اوس د ویست انډیز د منډو شمېر ۱۳۳ دی، ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۱۸ اوور روان دی.

ویست ان‌ډیز په ۱۰ توپونو ۲۲ منډو ته اړتیا لري

ویست انډیز په ۷ توپونو ۱۹ منډو ته اړتیا لري

د ویست انډیز د منډو شمېر ۱۳۷ دی

یو اوور (۶ توپونه) پاتی دی

په ۶ توپونو ۱۹ منډې پکار دي

ویست انډیز په ۴ توپونو ۶ منډې غواړي

۴ سر په سر شپږیزو  ویست انډیز اتلولۍ ته ورساوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *