د انګلیستان او ویست انډیز پایلوبه د کابل په ۷ بجې پیلېږي

تاند- د کرکټ د نړیوال شل اووریز جان پایلوبه نن د هند د کلکتې په ایدن ګارډن لوبغالي کې د ویست انډیز او انګلیستان ترمنځ کېږي.

دواړو لوبډلو یو – یو وار پایلوبه ګټلې ده.

خو که هر یوه نننۍ پایلوبه، چې د افغانستان په وخت د ماښام په اووه بجې پیلېږي، وګټله، دا به ورته لوی ویاړ وي چې دوه ځلي پایلوبه ګټي.

شل اووریزې سیالۍ په ۲۰۰۷ م کال پیل شوي، تر دغه کال مخکې په کرکټ کې ټول پام یو ورځنیو یا پنځوس اووریزو سیالیو ته و.

له ۲۰۰۷ څخه تراوسه پوري د دغو سیالیو د اتلولۍ کپ یو – یو ځل هند، پاکستان او سریلانکا هم ګټلی دی.

انګلیستان په ۲۰۱۰ م کال په ویسټ انډیز کې د شل اووریزو سیالیو جام ګتلی. په ۲۰۱۲ کې ویسټ انډیز په سریلانکا کې د شل اووریزو سیالیو پایلوبه ګټلې ده.

نن د کلکتې د هوا په اړه اټکل وايي چې ورېځ به وي، د پسته اور (نری باران) احتمال هم شته.

جالبه دا ده چې انګلیستان او ویسټ انډیز دواړه په لومړي ګروپ کې له افغانستان سره یوځای ول.

افغانستان ویسټ انډیز ته ماته ورکړه او نژدې و چې انګلیستان ته هم ماتې ورکړې.

ویسټ انډیز په خپل ګروپ کې انګلیستان ته په اسانه ماته ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *