د هند په ماتولو ویسټ انډیز پایلوبې ته ووت

تاند- د نړیوال شل اووریز جام په دوهمه نیمه پایلوبه کې، چې نن د ویست انډیز او هند ترمنځ په مومبي کې وشوه، د ویسټ انډیز ټیم هند ته په ۷ ویکټونو ماتې ورکړه او د دې جام د سیالیو پایلوبې ته ووت.

بیټنګ هندي لوبغاړو پیل کړ، په ۲۰ اوورنو کې یې یوازې د ۲ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۹۲ منډې جوړې کړې چې خورا ډېرې ښکارېدې او چا ګومان نه کاوه چې ویست انډیز به د ۱۹۳ منډو هدف پوره کوي.

د هند لپاره تر ټولو زیاتې منډې (وي کوهلي) وکړې. ده په ۶۳ توپونو ۸۹ منډې جوړې کړې او تر پایه ونه سوځېد.

ویست انډیز بیټنګ تر فشار لاندې پیل کړ. پر دوی فشار هغه مهال لا زیات شو چې تکړه لوبغاړی یې ګېل یوازې په ۵ منډو وسوځېد.

خو سمینز او رسل په ښه ملګرتوب ویست انډیز د بري تر پولې ورساوه.

سمینز په ۵۱ توپونو ۸۳ منډې وکړې او رسلز په ۲۰ توپونو ۴۳ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز نننی بری د افغانانو لپاره هم اهمیت لري. افغانستان ویست انډیز ته ماتې ورکړې او له دې انګېرلی شو چې افغانستان په راتلونکو لوبو کې د اتلولۍ هیله لرلی شي.

ویست انډیز به په پایلوبه کې له انګلیستان سره مخامخ شي. انګلیستان هم یو له هغو ټیمونو څخه دی چې نژدې و چې د افغانستان ټیم ته تسلیم شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *