د افغانستان کرکټ ټیم له ویسټ انډیز سره ۸ مسابقې کوي

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د ۲۰۱۷ په جون میاشت کې ویست انډیز ته لاړ شي چې د دغه هیواد له ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې مخامخ شي.

دا خبره د افغانستان کرکټ بورډ نن /دوشنبه/ اعلان کړه.

کرکټ بورډ وايي، افغان ټیم به راتلونکی کال په جون کې په دغه کربین هیواد کې ۵ یو ورځینۍ نړیوالې مسابقې او ۳ شل اووریزې سیالۍ وکړي.

کرکټ بورډ د دغو سیالیو دقیقه نېټه ونه ښوده.

د کرکټ بورډ اجرايي رييس شفیق الله ستانکزي وویل«دا له خورا مهم ټیم سره چې تکړه لوبغاړي لري، په زړه پوري لوبې دي. زه د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د ویست انډیز له کرکټ بورډه منندوی یم چې د دغو سیالیو کوربه توب یې ومانه.»

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ اجرايي رييس مایکل موریهید د خپل هیواد د کرکټ ټیم په مهالوېش کې د نورو مسابقو د ځایېدو هرکلی وکړ، ویې ویل«دا لړۍ به زموږ پر کرکټ او زموږ پر ټیم تنوع ورزیاته کړي او موږ په دې خوشاله یوو چې دا ټیم زموږ سیمې ته زموږ د لوبغاړو لپاره راځي.»

افغانستان تراوسه پوري د کرکټ د نړیوالې شورا له یوه بشپړ غړي سره یوازې په دوو لړیو کې مخامخ شوی دی. دواړه له زیمبابوې سره وې.

د ۲۰۱۵ په اکتوبر کې د افغانستان ټیم زیمبابوې ته د ۵ یو ورځینیو او ۲ شل اووریزو مسابقو لپاره لاړ. په ۵ یو ورځینیو کې یې ۳ او په ۲ شل اووریزو کې دواړه وګټلې. له دې دوې میاشتې وروسته یې په شارجه کې په ورته نتیجه زیمبابوې ته ماتې ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *