د ورزشي خبریالانو فدراسیون غزني کې فعالیت پیل کړ

د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون چې هېواد کې د ورزش ودې او د دې برخې د خبریالانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې فعالیت کوي، په غزني ولایت کې خپله څانګه پرانیسته.

د روان کال د زمري میاشتي په لومړۍ نېټه د غزني په اطلاعات او کلتور ریاست کې په جوړه شوي غونډه کې، چې د ولایتي شورا استازو، اطلاعات او کلتور رئیس، د غزني د المپیک رئیس، د کرکیټ بورډ مسوول، د غزني ملي رادیو تلویزیون آمر او لسګونو ژورنالیستانو او د ورزش برخې مسوولینو ګډون کړی و.

د قرانکریم له تلاوت او ملي سرود له اورولو وروسته په غزني کې د ورزشي خبریالانو فدراسیون استازي جمیل وقار دریز ته وبلل شو. نوموړي وویل چې فدارسیون یې په هېواد کې د ورزش ودې او د ورزش برخې خبریالانو د روزنې لپاره کار کوي.

2د نوموړي په خبره د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون په ۲۰۱۴ کال کې رامنځ ته شوی، په ۲۰۱۵ کال کې د نړیوال فدراسیون غړیتوب اخیستی، د مرکز کابل په شمول د افغانستان په اوو زونونو کې فعالیت کوي او تر اوسه پورې ۱۲۳ ورزشي خبریالان غړیتوب لري.

د وقار په وینا غزني کې د دې فدراسیون د څانګې پرانیستلو څخه یې موخه داده چې د خبریالانو او ورزشي مسوولینو ترمنځ همغږي رامنځ ته کړي، د ورزش ودې ته کار وکړي او د دې برخې خبریالانو وړتیاوې لوړې کړي.

د غزني د اطلاعات او کلتور رئیس بسم الله شریفي غزني کې د ورزشي خبریالانو فدراسیون د څانګې په پرانیستلو خوښې وښوده او دا یې د خبریالي په برخه کې ستره لاس ته راوړنه وبلله.

نوموړي دا د خبریالانو مسوولیت وبلل چې د ورزش ودې او د دې برخې مسوولینو غږ ته انعکاس ورکړي.

د خبریالانو د اتحادیې رئیس اسدالله جلالزي هم د خبریالانو په برخه کې دا ستره لاس ته راوړنه وبلله او د ورزش مسوولینو ته یې ډاډ ورکړ چې اوږه په اوږه به یې غږ بدرګه کوي او فعالیتونو ته به یې انعکاس ورکوي.

نوموړي د ورزشي خبریالانو فدراسیون له هڅو او فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ هیله وکړه چې غزني کې د ورزشي خبریالانو د وړتیاو لوړولو لپاره لنډ مهاله او اوږد مهاله ټرنینګونه په لاره واچوي.

د غزني د المپیک رئیس پادشاه خان هزبر په خپلو خبرو کې د غزني له مسوولینو سر وټکاوه او په نه همکارۍ یې تورن کړل.

نوموړي د نوې فدراسیون په راتګ خوښي وښوده او دا یې د ورزشي فعالیتونو د خپراوي په برخه کې ستره لاس ته راوړنه وبلله.

هزبر د خبرو په دوام د خبریالانو او ورزشي مسوولینو په لا ښې همغږۍ ټینګار وکړ.

غزني کې د کرکیټ بورډ آمر عزت الله مومنیار هم ورته خبرې وکړې او د ورزشي خبریالانو د فدراسیون په پرانیستلو یې خوښي وښوده.

د غونډې په وروستیو کې د ورزشي خبریالانو فدراسیون د پټۍ په پرېکولو سره رسماً پرانیستل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *