د ورزشي خبريالانو فدراسیون له سپورټي ادارو سره پر اړيکو خبرې وکړې

شعيب دوست –

د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسیون اجرائيوې کمېټې د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۴مه نېټه په کابل کې په خپله نوبتي غونډه کې په کابل او ولايټونو کې د خبريالانو پر ستونزو او کاري مشکلاتو خبرې وکړې.

په دغه برخه کې د فدراسیون مشرتابه او د اجرائېوي کمېټې غړو په دې هوکړه وکړه چې د ورزشي ادارو ته خبر ورکول شي چې خبريالانو ته کره او پر و خت معلومات ورکړي.

د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسیون رئيس سائر ځلاند وویل چې معلوماتو ته لاسرسی د هر خبريال حق دی او هیڅوک نه شي کولی دغه معلومات پټ وساتي.

نوموړي همدا راز وویل چې ورزشي خبريالان دې په خپل قوت سره کارونو ته دوام ورکړي او که ورزشي ادارې په دې برخه کې غفلت وکړي دوی به يې پر وړاندې غږ پورته کړي.” موږ نه یواځې په افغانستان بلکې د نړۍ په ۱۶۴ هېوادونو کې کار کوو، او هڅه به مو دا وي چې د ورزش او ورزشي خبريالۍ پرمختګ ته کار وکړو. هېڅ ورزشي اداره نه شي کولی له موږ معلومات پټ وساتي.”

د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسیون مرستيال خوشحال تایب هم له خبريالانو غوښتنه وکړه چې خپلو فعالیتونو ته په مسلکي توګه دوام ورکړي او په خپلو راپورونو کې تعادل وساتي.

ددې تر څنګ د فدراسیون اجرائيوي کمېټې څلور بېلابېل ورکشاپونه او دوه ټریننګ کمپونه هم تصويب کړل چې په روان کال کې به ترې د فدراسیون غړي خبريالان مستفيد شي.

ورپسې د فدراسیون د نوي دفتر په اړه خبرې وشوې چې په نږدې راتلونکي کې به فدراسیون د يو نوي دفتر څښتن شي او د ټولو خبريالانو لپاره به په کې اسانتياوې موجودې وي.

همدا راز په ننګرهار، کونړ، غزني، لویه پکتیا، هرات او بلخ ولایتونو کې د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسیون د استازوليو او ولايتي څانګو د پرانستې او رسمي معرفي او غونډو موضوعات هم مطرح شو چې په روانه مياشت کې به تر سره شي.

ددې تر څنګ د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسیون د اجرائيه کمېټې غړو په دې هوکړه وکړه چې د افغانستان د ورزشي خبريالانو په استازورلۍ به په نړیوالو سفرونو کې وړ کسان او د فدراسیون غړو ته لومړيتوب ورکوي.

د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسیون تر دې دمه په ټول هېواد کې ۱۲۳ تنه غړي لري چې دغه لړۍ مخ په پراخېدو ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *