په مرکز ښرنه کې د سولې ترسرلیک لاندې د کرکت اختریزې سیالۍ پای ته ورسیدې

یادې سیالۍ د کوچني اختر په دویمه ورځ پیل او د اختر په لسمه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسیدې.

پدې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا ولایت  د کرکټ بورډ استازي خانزاده ښرنوال وویل چې پدغه سیالیو  کې د مرکز ښرنې په ګډون د پکتیکا ولايت د بیلابیلو ولسواليو ۶۴ لوبډلو برخه اخيستي وه.

د نوموړي په وینا چې پای لوبې ته د مرکز ښرنې سمسور کلب او د دیګانو ( ب)  لوبډلو لار پیدا کړي وه چې په پایله کې د ديګانو لوبډلې بریا خپله او د اختریزو  سیالیو کپ یې د ځان په نوم کړ.

هغه وویل چې په پکتیکا ولایت کې په پراخه پیمانه د کرکټ لوبغاړي شتون لري، خو د کمو امکاناتو له امله په هغه ډول چې لازمه ده نه دي ځلیدلي.

ښرنوال زیاته کړه چې پدغه ولایت کې د کرکټ د ښې ودې او پرمختګ لپاره لازمه ده چې د کرکټ معیاري اکاډمي او نړیوال لوبغالی جوړ شي او وخت ناوخت پکې د لوبغاړو ترمنځ سیالۍ جوړې شي.

د پکتیکا والي ښاغلي محمد الیاس وحدت په مرکز ښرنه کې د کوچني اختر په مناسبت د جوړو شویو سایلو د پای لوبې په مراسمو  کې وویل چې د پکتیکا ځوانان د کرکټ د لوبو په برخه کې ستره وړتیا، ښه تجربه لري او کولی شي چې په کور دننه او  نړیوالو لوبو کې برخه واخلي او ښه وځلیږی.

ښاغلي الیاس وحدت د پکتیکا ځوانانو ته په وینا کې وویل چې ډير ژر به په پکتیکا ولايت کې د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د معیاری کرکټ اکاډمۍ او په نیږدې راتلوونکي کې د يو معیاري کرکټ لوبغالي د جوړیدو کارونه پیل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د کرکټ پدې لوبغالي کې به د لوبغاړو د روزنې ترڅنک  د پکتیکا ولایت پرلوبغاړو سربیره د نیږدې ولایتونو د ځوانانو ترمنځ لوبې او سترې سیالۍ ترسره شي.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت له لوبغاړو وغوښتل چې ځانونه له نشو وساتی او نور ځوانان چې په نشه يې توکو روږدي دي، دې ته وهڅوئ چې له نشو لاس په سر او د خپل راتلوونکي په فکر کې شي.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *