په هرات کې د کرکټ روزنیزه اکاډمي پرانستل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن /شنبه/ د هرات ولایت په مرکز هرات ښار کې د کرکټ روزنیزه اکاډمي په رسمي ډول پرانسته.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي وویل چې، “لرغوني هرات ته زموږ راتګ دوه موخې لري. لومړی دا چې موږ خپل لیدلوري ته د رسیدو په تکل کرکټ د افغانستان په هره سیمه کې د یوازیني مخکښ سپورت په توګه تقویه کړو. همدا ده چې هرات ته راغلو او دلته مو د کرکټ روزنیزه اکاډمي چې د لوبغاړو روزنې لپاره تر ټولو غوره اکاډمیک چاپیریال دی، پرانستله. بل دا چې، موږ د هرات له سیمه ایزو چارواکو سره لیدنې وکړو او له دوی سره د کرکټ اهمیت، لاسته راوړنو او په ټول کې د ملي ګټو په اړه خبرې وکړو. له نیکه مرغه ددغه سفر په ترڅ کې مو د ولایت مسئولینو سربیره د ولایتي شورا له غړو سره هم ولیدل او له دوی سره مو د کرکټ په اړه مهم معلومات شریک کړل. سربیره پردې د هرات محترم والي هم ژمنه وکړه څو د کرکټ لوبغالي لپاره مناسبه ځمکه د کرکټ بورډ په واک کې ورکړي.”

۲ستانکزي زیاته کړه چې، هرات د کرکټ لپاره یو مناسب ولایت دی او موږ به د ځمکې له ترلاسه کولو سره سم په دغه ولایت کې د کرکټ یو معیاري لوبغالی ورغوو.

د افغانستان کرکټ بورډ مرستیال حاجی عزیز الله فضلي وویل موږ په خپلو کړو ژمنو بیا هم ټینګار کوو چی د ځوانانو لپاره به په بیلابیلو برخو کې د کرکټ اسانتیاوې برابروو او هغه ورځ لیرې نه ده چې د هرات ځوانان هم د ګران هیواد افغانستان لپاره په نړیوالو لوبغالو کې ولوبیږي.

د هرات د والي سرپرست مرستیال نعیم بهیر د افغانستان کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چی هرات ته یی هم خپل خدمتونه راورسول. نوموړي وویل چی. د افغانستان کرکټ لاسته راوړنو تل هیوادوالو ته خوښۍ ورکړي او افغانان هیڅکله هم ددوی دا خدمتونه نشي هیرولی. نوموړي وویل په راتلونکې کې د کرکټ بورډ څخه زموږ تمې نورې هم شته دي چی هیواد ته د تل په څیر لاسته راوړنې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *