د افغانستان کرکټ بورډ غړو کلنۍ غونډه وکړه

د افغانستان د کرکټ بورډ غړو کلنۍ غونډه وکړه. د غونډې مشري د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش کوله او د بورډ ټولو غړو هر یو د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ښار جوړونې وزیر سید سادات منصور نادري، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي، د دنیا پوهنتون رئیس احمد شاه سنګدل، د کرکټ بورډ عمومي ریاست مرستیال حاجي عزیز الله فضلي د سید سلمان سادات ځای ناستي، نعمت الله بابکرخیل د عبدالرحمن الکوزي ځای ناستي په توګه او اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي، په کې ګډون درلود.

غونډه د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیتونو پیل شوه او ورپسې د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش خپله وینا واوروله. دانش وویل “کرکټ د ۲۰۱۵ کال راهیسې په افغانستان کې نوی رنګ ځلولی. موږ تاریخي لاسته راوړنې وکړې او په افغانستان کې مو د معیاري کرکټ ودې ته زمینه مساعده کړه. نن موږ د نړۍ په کچه د مخکښو ادارو ترمنځ یو چې لامل یې په خورا لنډه موده کې چټک پرمختګ او تاریخ جوړونکې لاسته راوړنې دي.”

دانش په کلنۍ غونډه کې د بورډ ټولو غړو له ګډون څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، افغانستان به د تل لپاره د کرکټ په ډګر کې د غوره پلانونو او په مسلکي ډول د پلانونو عملي کولو له امله د نړۍ په کچه مخکښ واوسي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي د بورډ غړو ته د کرکټ بورډ اجراییوي کړنې او پلانونه تشریح کړل. ستانکزي د یوه ځانګړي پریزنټیشن له مخې د ۲۰۱۵ زیږدیز کال اجراییوي راپور ترڅنګ د ۲۰۱۶ زیږدیز کال شپږ میاشتنی راپور هم وړاندې کړ.

ستانکزي د کرکټ بورډ مالي رقمونه، اداري جوړښت، تدارکاتي سیستم، د کورني کرکټ او پرمختیایي فعالیتونو لړۍ او نورې ټولې اړونده برخې تشریح کړې. سربیره پردې یې د مختلفو څانګو لپاره پر چمتو شویو پالیسیو، سټراټیژۍ او اساسنامې هم رڼا واچوله.

د بورډ غړو د کرکټ بورډ لاسته راوړنې وستایلې او په پای کې یې یو لړ مهم سندونه تایید کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *