ایسته شوي چارواکي تر پنځو کالونو خوب کې هماغه چوکۍ ویني
وحید بری –
دومره ډېر نه یم ګرځېدلی خو څو اسیایي ملکونو ته مې سفرونه کړي او حد اقل د نورې نړۍ چارواکي مې له وروستۍ پرمختللې ټکنالوجۍ څه په استفادې مطالعه کړي دي ، د دوی د دندې دوره ، استعفا او ایسته کېدنه او وروسته عادي ژوند ته ګرځېدل مې څارلي دي ، دومره خو به تاسو هم لیدلي وي ، باور وکړئ چې چا ته دنده وسپارل شوه له خپلې دندې سره یې کار وي او چې له دندې ایسته شو نورمال ژوند غوره کوي او د چوکۍ خوب له سره وباسي.
تاسو به لیدلي وي چې د نړۍ مهمو مشرانو خپل ځایونه نویو کادرونو ته وسپارل او په خپله یې بیا په حکومتي او اداري چارو کې مداخله ونکړه ، نوي ګمارل شوي چارواکي یې خپلو کارونو ته پرېښودل ، همدا لامل دی چې ادارې یې پر مخ روانې دي او د ستونزو زیاتېدو پر ځای یې ورځ تر بلې ستونزې کمیږي او دولتي بنسټونه یې قدم په قدم د بریا هسکو ته ځانونه نږدې کوي.
زموږ خو بدبختي دا ده چې که غوره اداره یې چلولې وه او که فاسده ، که ښه رویه یې کړې وه او که بده ، لږې لاس ته راوړنې یې درلودې او که ډېرې ، د هغو هېڅ په کیسه کې ندی ، بس ورته جالبه ده چې له واک لېرې نشي او که بیا لېرې شو تر هغې د ده ځای ناستی تخریب کړي تر څو له ده پاتې اداره ښه ورځ نه وویني ، په دې سره دوی غواړي چې نوې اداره د ده تر پخوانۍ ادارې کمزوري وي ، ځکه بیا خو به خلک وایي چې هغه فلاني خو هسې تېر ایستلو اصل مشر خو دا دی چې بنسټیزو کارونو ته یې لاس واچوه ، نو کله څوک غواړي چې د ده د غړکې خوند دې بد وي؟
خبره په محترم حامد کرزي پورې را یاد شوه ، وه د سختو ورځو مشره ، وه ملي مشره ، وه کرزیه وه مداري ، خو ښه وه او که بده وه دیارلس کاله په واک کې پاتې شوې هغه دې بس وه ، نور غني کار ته پرېږده ، تکړه دی او که ندی خو اوس ملت رایه ورکړې ده او منتخب جمهور رئیس دی ، څنګه چې ستا په اړه تاریخ قضاوت کوي داسې به د ده په هکله هم تاریخ پاڼې تورې کړي ، موږ چې په دې څه نه وایو چې لنډغر دې راته وپړسول ، موږ چې په دې څه نه وایو چې د هېواد ورانوونکو ته دې د وروڼو خطاب کاوه ، موږ چې په دې څه نه وایو چې له ایرانه تورې کڅوړې د څه شي درته راتلې ، موږ چې په دې څه نه وایو چې غلو ته دې ولې ویل چې پیسې چور کوئ خو بهر یې مه وړئ ، موږ چې په دې څه نه وایو چې څنګه ملیونونه ډالر د کوټې یوه دکاندار ډنډه کړې ولې ته ماشوم وې که ولسمشر ؟ موږ چې په دې څه نه وایو چې یوه فابریکه دې نکړه راجوړه ، موږ چې په دې څه نه وایو چې د لس سلنه برېښنا خاوندان دې نکړو ، هو سړکان دې راجوړ کړل دوه کاله وروسته بېرته واوښتل کیفیت خو ستا په کتاب کې اصلا ثبت ندی ، نو ته خو زوی مړیه کرار کېنه ، غني پرېږده چې پاکستان انزوا ته ټېل وهي ، غني پرېګده چې د برېښنا بندونه درته ورغوي ، غني پرېږده چې نړیوالې مرستې راجلب کړي ، غني پرېږده چې مجاهلین درته اګنور کړي او غني پرېږده چې طالب قوماندان درته اعدام کړي.
له هغې پسې راتېر شه ولسمشر غني چې واک ته ورسېده اول یې په حنیف اتمر لاس کېښود د امنیت شورا سلاکار یې وټاکه ، ما ته سړي خوند راکړ ما ویل لکه چې دا سړی کابینه راجوړوي ، ځکه سپانتا یې رخصت کړ او تاسو ټول پوهېږئ چې د سپانتا په وخت کې چا امنیت شورا پېژنده؟
ور پسې یې د اربکیو قوماندان شهزاده مسعود او نوره کنګره رخصت کړه ، د کرکټ بورډ اداره یې پاکو او مسلکي ځوانو کادرونو ته وسپارله ، کرکت پرمختګ وکړ ، ۷ لکه ډالره بودیجه په ۷ ملیونه بودیجه بدله شوه ، اکیډمۍ جوړې شوې ، دلوبغاړو امتیازات لوړ شول ، عصري اداري تعمیرات ورغېدل ، بهرنۍ کرکت لوبډلې کابل ته دعوت شوې ، نړۍ ته د افغانستان ګل تصویر وړاندې شو ، د نړۍ بشپړ غړیتوب لرونکې او قهرمانې لوبډلې ته مو ماتې ورکړه ، له زېمبابوې مو په زېمبابوې کې سریز وګاټه ترې مو په خپل کوربه توب سریز وګاټه ، په نړیواله درجه بندۍ کې مخ په بره لاړو ، لوبغاړي مو لکه ستوري وځلېدل او په مجموع کې د دادرې پالیسي جوړه شوه ، کارمندانو ته مسولیت تعریف شو ، اداره کې هماهنګي رامنځ ته شوه او لنډه دا چې د کرکت اړوند مسایل ایله لیکې ته برابر شول.
اوس نو دا خو د افغانانو فطرت همداسې دی چې تر ځان غوره اداره او تر ځان قوي مدیر نشي زغملی ، دا دی چې ټوله ورځ د اوسنۍ کرکټ بورډ ادارې تخریب کوي ، له بېلا بېلو ناوړه لارو استفاده کوي او دا پاکه اداره بدناموي ، د قوم او سمت په نوم د ځوانانو له پاکو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او په ټولنیزو رسنیو کې پرې چټیات لیکي ، ټوله انرژي د نېکو کارونو پر ځای په تخریب تېروي.
د ضیاالرحمن رحماني په نوم یو کس چې د حامد شینواري او نور محمد مراد تر منځ یې نوی ځای پیدا کړی و ، د دوی بانډ ته یې ځان اچولی و ، د کرکټ بورډ د اوسنۍ ادارې پر ضد یې ورسره لاس یو کړی و ، پرون یې لیکلي وو چې زه نور د پخوانیو چارواکو له ډلې نه یم ، وایي ما ویل که دوی رښتیا د کرکټ ژغورنې هڅې کوي خو وایي دوی ډېر ماشومانه او سپک حرکات کوي ، وایي قومي تعصب پالي شخصي عقدې سړوي او دا ما ته د منلو نه دي.
ضیا رحماني خپله هم چندان شی ندی ، نه داسې نامتو کرکټر دی او نه کوم مشهود مدیر او کارمند ، خو بیا یې هم کور ودان چې نسبت ډېرو احمقانو ته ښه احساس لري.
نو زه بیا هم وایم چې ولې یو څوک دومره کم ظرفه شي چې له ځان پورته کس نشي تحمل کولای ، ولې څوک دومره ړوند وي چې د خپلې لوېدلې او د بل بره تللې ادارې توپیر نشي کولای او ولې یو دولتي کس په دیموکراسۍ باور ونلري؟
اصلا دا ډول حرکات او هڅې ما ته تعجبورې ندي ، ځکه دا وطن ستونزې لري او له هغو ستونزو یې یوه ستونزه دا هم ده چې شخصي ګټو ته تر ملي ګټو زیاته ترجیح ورکوو ، خو زه په یو شي باوري یم او هغه دا چې ولسمشر غني نه په پټو سترګو چا ته اداره سپاري او نه په پټو سترګو څوک رخصت کوي.
غني ولسمشر دی ، غني مدیر دی ، غني استاد دی او غني له هرې ادارې کاري راپور غواړي او چې تر اوسه هر ځل د کرکټ بورډ راپور ورغلی تقدیر کړي یې دی ، ولسمشر له کرکټ بورډ راضي دی ، ولس راضي دی ، نړیوال کرکټ مبصرین زموږ په ستاینه سر دي ، مسلکي کسان مو راتلونکی روښانه اټکل کوي او یو څو معتصبین او خودخوا کسان د تخریب ناکامې هڅې کوي ، ورته مې مشوره دا ده چې اوس په کومو کارونو کې بوخت یاست هغو ته کش ورکړئ له تخریب څخه څه په لاس نه درځي.
وما علینا اللبلاغ