اې بې ډيویلیرز/ ژباړه: محمدالله شېرزی
ژباړه: محمدالله شېرزی
نیټه: 29/7/2016
د ډيویلیرز ((AB de Villiers)) اصلي نوم ابراهیم بنجامین او تخلص یې ډيویلیرز دی. نوموړی اوس مهال 32عمر لري، په 1984کال د فبرورۍ په 17 نيټه یې د سویلې افریقا په پریټوریا کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.
نوموړی(1,8)متره قد یا جګوالی لري، په 2013 کې یې د ډينلي ډيویلیرز(Danielle de Villiers) سره واده وکړ.
ډيویلیرز د سوت افریقا د لوبډلې د دریو واړو فارمټونو لوبیدونکی لوبغاړی دی،نوموړی ویکټ ساتونکی بېټسمېن (Wicketkeeper batsman)، په ښي لاس سره توپ وهنه(Right-hand bat)کوي او ځينې وخت منځنی تېز (Right-arm medium) بالینګ هم ترسره کوي.
ډيویلیرز د لومړي ځل لپاره د سویلي افریقا په ملي نولس کلنه لوبډله کې راښکاره شو، د ښې لوبیدنې له امله په الف لوبډله او ورپسې د سویلې افریقا په ملي لوبډله کې ځای ورکړل شو.
نوموړی اوس وخت د سویلې افریقا په لوبډله کې د یوه باوري بیټسمین،تېز فیلډينګ کولو ترڅنګ د ټيسټ او یوورځینیو لوبو لوبډلمشري هم پرغاړه لري. د کرکټ نړیوالې شورا درجه بندۍ کې ډيویلیرز د یو ورځینیو لوبو د بیټسمینانو په کتار کې لومړی، ټیسټ کې پنځم او شل اوریزو کې درې دیرشم ځای لري.
ډيویلیرز د مختلفو هیوادونو په کورنیو سیالیو کې لوبې ترسره کړیدي لکه: د هندوستان IPL د ویسټ انډیز CPL. نوموړي د ډیلي ډریډویلس، رویل چلنجربنګلور، برباډوس ټریډنټس او ټیټانس لوبډلو کې لوبیدلی دی.
کرکټ نړۍ ته د ډيویلیرز راتګ:
1:- ټېسټ (Test)
نوموړي خپله لومړۍ ټېسټ لوبه په {17/Dec/2004} نیټه په پارټ الیزابت لوبغالي کې د انګلستان خلاف پیل کړه، په لومړۍ پاڼۍ(اننګز) کې یې 28 او دویمه پاڼۍ(اننګز)کې یې 14 منډې وکړې.
2:- یوورځینۍ (ODI)
ډيویلیرزد یوورځینیو لوبو پیل د سویلې افریقا او انګلستان په دوه اړخیز سریز کې په دویمه نړیواله یو ورځینۍ لوبه وکړ. دا لوبه په {5/Feb/2005} د بلوم فنټیوم په لوبغالي ترسره او په مساوي ډول پای ته ورسیده.نوموړی په دغه لوبه کې د لوبډلمشر (GC smith) سره د اوپنینګ په پوزیشن راښکاره شو، په 38 بالونو یې د دریو څلوریزو پرمټ 20 منډې وکړې.
3:- شل اوریزې (T20I)
نوموړي لومړۍ شل اوریزه لوبه د استرالیا خلاف جهانسبورګ لوبغالي باندې په {24/Feb/2006}
کې ترسره کړه، چې دغه لوبه د سویلې افریقا لوبډلې د دوو منډو په توپیر وګټله، پدې لوبه کې ډيویلیرز د ویکټ ساتنې دنده هم درلوده، کوم بال ته ونه درید، خو یو سټمپ او یو کېچ یې ترسره کړل.
د ډيویلیرز ټولې کړي لوبې:
نوموړي تردې دمه 106 ټېسټ، 206 یوورځینۍ او 71 شل اوریزې نړیوالوې لوبېترسره کړیدي.
دایې هم د توپ وهنې (بېتیېنګ) برخې جدول
لکه څه ډول چې دمخه وویل شول د بېټینګ ترڅنګ نوموړی ځینې وختونه منځنۍ تېز (Right-arm medium )بالینګ هم کوي، ډيویلیرز تردې دمه په ټېسټ او یوورځینیو څو پاڼيو کې بالېنګ کړی، مګر په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې یې کوم بالینګ ندی ترسره کړی.
دایې هم د توپ اچونې (بالېنګ)د برخې جدول
په دریو فارمټونو کې د ډویلیرز تر ټولو زیاتې منډې( :(High scores
1 ټېسټ:(Test)
په ټيسټ کرکټ کې د نوموړي زیاتې منډې د پاکستان خلاف دي، په {20/Nov/2010}د ابوظبی په لوبغالي 601 دقیقې په کریس ودرید، د 23 څلوریزو او 6 شپږیزو په وهلو د 50،66بیټینګ چټکوالي (Strick rate) سره تر ټولوزیاتې278 ناسوځیدلې منډې وکړې.
2 یوورځینۍ: (ODI)
په یوورځینیو لوبو کې د ډيویلیرز زیاتې منډې د ویسټ انډیز خلاف ثبت شوي،هغه وخت چې په اسټرالیا او نیوزیلنډ د یو ورځينيولوبو نړیوال جام روان ؤ، په {17/Feb/2015د سېډنيلوبغالي په کریس103 دقیقې تم شو، د 17 څلوریزو، 8 شپږیزو پر مټ یې وکولی شول، چې 162 ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.
3 شل اوریزې: (T20I)
ډيویلیرز په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې زیاتې منډې د سکاټلنډ هیواد په خلاف ترسره کړي. کله چې په 2009 کال شل اوریز نړیوال جام په انګلستان ترسره کیدو، نوموړي په {17/Jan2009}نیټه د اوول(The Oval ) پر لوبغالي د 5 څلوریزو او 6 شپږیزو په وهلو سره 79 ناسوځیدلې منډې وکړې.
ابراهیم بنجامین ډيویلیرز د کرکت په نړۍ کې نه شمیریدونکي مینه وال لري، د نورو ګڼو ریکارډونو ترڅنګ تراوسه دده هغه ریکارډ، چې د ویسټ انډیز خلاف یې په یو ورځینۍ لوبه کې په 31 توپونو ترټولو تېزه سلیزه (سېنچري)ترلاسه کړه او هیڅ لوبغاړی پدې ندی توانیدلی، چې دې ځای ته ځان ورسوي او د نوموړي دغه ریکارډ مات کړي.
لکه څه ډول چې لیدله کیږي دده د وردۍ ( کمیس) نمبر 17 دی، دایې د زیږیدنې د نیټې څخه اخیستل شوی، چې د فبرورۍ 17مه نېټه وریادوي.
ډيویلیرزد کرکټ ترڅنګ په ګڼونورو لوبو لکه: ګالف، رکبي، ټینس او فوټبال کې هم ځانګړی مهارت لري، خو د ځانګړي مینې له مخې د کرکټ لوبغاړی او د کرکټ د اسمان ستوری شو.