د افغانستان د کرکټ لوبغاړو او لوبو په اړه لنډ معلومات

روح الامین نیازی –

که څه هم د افغان کرکټ ډېر اوږد تاریخ نلري خو بیا هم افغان لوبغاړو په 2001 کال کې رسمي سیالیو ته ورودانګل چې په یاد کال کې یې د کرکټ نړیوالې شورا څخه د ددریمې درجې غړیتوب ترلاسه کړ. افغانستان د کرکټ په دې کمه موده کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې، پوره غړیتوب لروونکو هېوادونو ته یې ماتې ورکړې، د کرکټ په تاریخ کې افغانستان لومړنی هېواد شو چې د کرکټ په تاریخ کې یې له یوه پشپړ غړي هېواد (زیمبابوی) څخه د یو ورځنیو اوشل اوریزه لوبو لړي وکټلې او د کرکټ په تاریخ مې یې یو نوی ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ. په 2016 کال نړیوال جام کې خو یې بیا اتله ویسټ انډیزي لوبډله هم په کونډو کړه او له سویلي افریقا او انکلستان سره خو یې برابره لوبه وکړه حتآ پخوانې روزونکې خو بیا د کمې تجربې خبره کړی وه چې تجربه یې کمه وه منه افغان لوبډلې کولای شول چې دوی ته ماتې هم ورکړي.

په هر حال اوس راځو دې ته چې د افغانستان په کرکټ کې کومو لوبغاړو څومره منډې کړي، چا ډېر لوبغاړي سوځولي، کومو لوبغاړو ډېرې سلیزې او نیمه سلیزي وهلي او داسې نورو معلوماتو ته:

یو ورځنې نړیوالې لوبې:

د افغانستان په کرکټ کې په یوورځنیو لوبو کې ترټولو زیاتې منډې محمد نبي عیسی خیل جوړي کړي نوموړي په 56 اننګزو کې 1469 منډې جوړې کړي، په دوهم ځای کې بیا سمیع الله شینواری ځای لري نوموړي بیا په 48 اننګز کې 1343 منډې جوړې کړي شهزاد محمدي بیا 39 لوبو کې 1297 ، نوروز منګل په 46 لوبو کې 1096، اصغر ستانکزي په 52 لوبو کې 1044 او نورعلي ځډران په 32 لوبو کې 924 منډې جوړې کړي دي.

2

محمد نبي
محمد نبي

په یوورځنیو لوبو کې ترټولو زیات لوبغاړي چا سوځولي دي؟:

2

دولت ځدراڼ
دولت ځدراڼ

په یوورځنیو لوبو کې ترټولو زیاتې نیمه سلیزې کوم لوبغاړي ترسره کړي:

2

شهزاد محمدي
شهزاد محمدي

په یوورځنیو لوبو کې د کوم افغان لوبغاړو اوسط (Average)لوړ دی:

2

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *