اسټرالیا د کرېکټ په شل اوريزو لوبو کې ريکارډ جوړ کړ

د اسټرالیا د کرېکټ ملي لوبډلې د سريلنکا خلاف په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې نن په پالکيلي ښار کې د کريکټ په تاریخ کې زیاتې منډې جوړې کړې.

ددغه لوبې پچه د سريلنکا لوبډلمشر وګټله او د توپ ټولنې پرېکړه يې وکړه چې د اسټراليايي توپ وهونکو له غضب سره مخ شو.

د نړۍ تر ټولو خطرناک توپوهونکي ګلېن مکسول چې له ډېرې مودې را هیسې د اسټراليايي لوبډلې لرې و، په خپله لومړۍ لوبه کې د ډيویډ وارنر سره د لوبې پيل وکړ او په خپله برېدیزه توپوهنه يې ۱۴۴ نا سوځېدلې منډې وکړې چې په خپله بڼه کې د نړۍ په شل اوريزو لوبو کې د آرون فينچ وروسته په یواځې ځان تر ټولو زیاتې منډې دي.

د اسټراليا لوبډلې توپوهونکو هېڅ سرليلنکايي توپ اچوونکي ته د دمې وخت ور نه کړ او د درې لوبغاړو په سوځېدو سره يې ټولټال ۲۶۳ منډې وکړې چې د کرېکټ د شل اوريزو لوبو په تاریخ کې تر دې زیاتې منډې نه دي شوي.

له دغه لوبې څو ورځې وړاندې د انګلستان لوبډلې هم د نړۍ په پیاوړو توپ اچوونکو پاکستانیانو ريکارډ جوړ کړی و چې په یو ورځينيو سيالیو کې تر ټولو زیاتې ۴۴۴ منډې جوړې کړې وې.

له دې وړاندې د شل اوريزو لوبو زیاتې ۲۶۰ منډې وې چې د ننۍ لوبې بایلونکي لوبډلې سریلنکا  د کينيا پر وړاندې د ۲۰۰۷ کال نړيوال شل اوريز جام کې کړې وې.

که څه هم اسټراليا د ۲۰۰۷ کال دغه ريکارډ مات کړ خو د اسټراليا نه ماتېدونکي لوبغاړي ګلین مکسول ونه شو کولی چې د خپل ملګري آرون فينچ د ۲۰۱۳ کال ۱۵۶ منډو ریکارډ مات کړي.

په دغه لوبغالي له دې وړاندې د یو اوپنر لپاره په لومړۍ لوبه کې ۹۶ منډې وې چې دا ریکارډ هم مکسول مات کړ او په ننۍ لوبه کې يې ۹ شپږيزې ووهلې.

د لوبې په دوهمه برخه کې د سریلنکا لوبډلې که څه هم بريديزه لوبه پيل کړه، خو په نوبت نوبت يې لوبغاړي بېرته دمه ځای ته ولاړل او د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره يې 178 منډې جوړې کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *