ننګرهار والي، د ورزشي خبريالانو فدراسيون سره د همکارۍ ډاډ ورکړ

شعيب دوست/ د فدراسيون د اړيکو مسؤول

د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسيون عمومي رئيس سائر ځلاند، مرستيال خوشال تایب، د کرېکټ کمېټې مسؤول محمد واصل وصال او د اجرائيوي کمېتې غړو د ننګرهار د والي سلیم خان کندوزي سره د جمعې په ورځ په ننګرهار شاهي ماڼۍ کې ولیدل.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسيون رئیس ته ښه راغلاست وویل او د فدراسيون غړو ته يې نيکې پيرزوينې وړاندې کړې.

د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسيون عمومي رئيس سائر ځلاند له والي سلیم خان کندوزي مننه وکړه چې د مصروفيانو سره سره يې د فدراسيون  اجرائيوي کمېټې ته وخت ور کړ.

ځلاند په پیل کې د ننګرهار والي ته د فدراسيون د وروستيو لاسته راوړنو او خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې له تیر یو کال را هیسې يې هڅې د هېواد په کچه د پراخېدو په حال کې دي او اوسمهال په آسیا کې د یو فعال هېواد په توګه پيژندل کېږي.

نوموړي همدا راز د ورزشي خبريالانو د راتلونکو پلانونو په اړه هم د والي سلیم خان کندوزي سره خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د هغوی د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسيون عمومي رئيس وویل چې فدراسيون يې په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې په ختیځ کې نمايندګي پرانزي، دلته میشتو سیمه ییزو خبريالانو ته ورکشاپونه جوړ کړي او د مسلکي ورزشي خبريالۍ د آرونو په اړه ورته سیمینارونه جوړ کړي چې په دې برخه کې د ولايتي ادارې همکاري مهمه ده.

همدا راز نوموړي له د ننګرهار له والي سلیم خان کندوزي غوښتنه وکړه چې د ولايتی ادارې ورزشي مسؤولینو ته لارښوونه وکړي چې د رسنيو سره نېکې اړيکې ولري او د معلوماتو ورکولو په برخه کې ور سره پوره همکار و اوسي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د افغانستان د ورزشي خبريالانو د فدراسيون له عمومي رئیس مننه وکړه چې په هېواد کې يې د لومړي ځل لپاره په یوه داسې برخه کې کار کولو ته پام شوی چې هر ځای ور باندې ویاړو.

نوموړي وویل چې ستاسو هڅې د ستایلو وړ دي او د ننګرهار ولايتي اداره په هره برخه کې د فدراسيون سره همکاره ده.

سلیم خان کندوزي زیاته کړه چې ننګرهار لکه څنګه چې د علم او ادب کور دی، د ورزش په برخه کې هم له کابل وروسته ځای لري او د رسنيو د ازادۍ او پرمختګ په برخه کې هم تر ټولو وړاندې ولایت دی.

هغه د افغانستان د ورزشي خبريالانو د پخوانيو پروګرامونو د ستاینې تر څنګ په راتلونکو پلانونو خبرې وکړې او د فدراسيون د پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې يې ژمنه وکړه چې په ختیځ زون کې هر ډول فعالیت په برخه کې ولایت همکار دی او د ټولو ولايتي مسؤولینو سره به د معلوماتو د شریکولو په برخه کې جدي خبرې وکړي.

نوموړي همدا راز وویل چې ننګرهار ولايت همېش د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون پروګرامونو ته سترګې په لار دی او هر کلی يې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *