په ننګرهار کې د سپورت د ودې لپاره جمنازیم جوړېږي

د ننګرهار والي وايي، ډير ژر به په ننګرهار ولايت کې د ورزش له پرمختګ سره د مرستې لپاره د جمنازيم د جوړيدو چارې پيل شي.

ننګرهار والي دا خبره د دې ولايت د غړیو د ښکلا یا باډي بلډنګ د غوراوي د سیالیو لپاره په جوړو  شوو مراسمو کې وکړې.

ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل، هڅه به وکړي چې په نږدې راتلونکي کې د سپورت د لا پرمختګ لپاره د جمنازيم د جوړيدو چارې پيل کړي.

Bodybuildingده وويل، د جمنازيم په جوړيدو سره به د ورزشکارانو هغه ستونزې حل شي  چې دا مهال ورسره مخ دي.

ننګرهار والي راټولو شويو ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ چې  په بېلا بېلو برخو کې د اسانتياوو برابرولو ترڅنګ به  د دوی د هڅونې په موخه ګڼ پروګرامونه اجرا کړي.

په ننګرهار کې د بدني روزنې امر شاهدا لله ساپي د غړو ښکلا د غوراوي سياليو ترسره کېدو پر مهال وويل، دغه سيالۍ د غړو ښکلا فدراسيون له لوري د جلال اباد ښار له اوو کلپونو څخه د پنځه ويشت تنو ورزشکارانو په ګډون په شيرزي لوبغالي کې کېږي چې لومړی مقام د قيس شګيوال کلپ ترلاسه کړ.

نوموړي وويل: د سياليو دويم مقام  مطيع الله کلپ او دريم مقام ارشاد کلپ خپل کړ.

 ساپی وايي ، د دې سياليو موخه د ننګرهار دغړو ښکلا منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پيژندل دي چې په وينا يې دغه سيالۍ په کال کې يو ځل ترسره کېږي.

د بدني روزنې امر د غړو ښکلا فدراسيون مسوول وارث صديقي څخه مننه وکړه ،چې د يادو سياليو ترسره کېدو لپاره يې پوره هڅې وکړې او د نورو فدراسينونو له مسوولينو يې غوښتنه وکړه ،چې د ورزشکارانو لپاره د سياليو ترسره کېدو  هڅې وکړي.

 د سياليو په پای کې لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او جايزې ورکړل شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *