داسې ښکاري چې ننګرهار بیا د سولې زانګو وګرځېده، د نارنج ګل په نوم د بایسکل ځغلونې سیالۍ پکې پېل شوې

سمیع الله دراني

د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د نارنج ګل په نوم د بایسکل ځغلونې سيالۍ پيل شوې، چې ۱۲۰ لوبغاړي به تر ګمبيرې دښتې پورې به په سرعت سره څلويښت کيلومتره فاصله طی کوي.
ددغه سیالۍ په پرانیسته کې ولایتي چارواکو او د ورزش ادارې مرکزي او ولايتي مسئولينو، لوبغاړو او د ورزش مينوالو ګډون کړی و.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ورزشکارانو ته زيری ورکړ، چې ډېر ژر به د ۸۱ غونډ ترڅنګ د ورزش يو لوی کمپلکس جوړ شي، چې د هېواد په کچه به په کې ژمنۍ لوبې تر سره کيږي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازي حاجي عبدالظاهر قدير وويل، چې له دې سیالۍ څخه يې موخه د سولې، امن، يووالی او ورورلۍ پيغام وړاندې کول دي، نوموړي همدا راز د ورزش مسئولينو څخه مننه وکړه، چې د دغو سیاليو لپاره يې ننګرهار وټاکه.