د افغانستان په ختيځ کې د سولې په نوم د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سولې په نوم د دیرش لوبډلو ترمنځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسیدې.

ننګرهار ولایت کوز کونړ ولسوالۍ کې د سولې په نوم د ځوانانو له لورې د دیرش لوبډلو ترمنځ د کرکټ پیل شوې سیالۍ د اتاوړ لوبډلې په بریالیتوب سره پای ته ورسیدې .

د یادې سیالیو د پای لوبې نندارې ته د کرکټ ملي اتل افتاب عالم،د کوز کونړ ولسوال اسماعیل شینواری او ګڼ شمیر نور د نندارې په موخه ورغلي وو، چې تر لوبې وروسته لوبغاړو ته کپونه او مډالونه هم ورکړل شول.

په ختيځ کې د فوټبال او والیبال په پرتله د کرکټ سیالۍ ډېر لیدونکي او مینه وال لري چې د یووالي، سولې، د نشه يي موادو پر وړاندې د مبارزې او د ډېرو نورو عنوانو سره په بېلابېلو لویو ښارونو، ولسوالېو او د قریو په کچه زیات وخت لوبلړۍ هم په لاره اچوول کیږي.