د سولې تر نامه لاندې د ۷ ولایتونو په پیل شویو سیالیو کې هلمند زابل بي او غزني پکتېکا ته ماتې ورکړې

روح الله حکیمي

د زابل مدني ټولنې د مشر حاجي فیض محمد احمدزي په مالي لګښت او د زابل د کرکټ بورډ آمریت په تخنیکي مرسته په زابل کې د اوو ولایتونو ترمنځ د سولې تر نامه لاندې د کرکټ په پیل شویو سیالیو کې نن یکشنبه دوې سیالۍ ترسره سوې چې په سهارنۍ لوبه کې غزني پکتیکا او په ماسپښینۍ لوبه کې هلمند د زابل بي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

یادې سیالۍ چې د کلات ښار د هواشناسي کلي په همرا لوبغالي کې ترسره سوې د سهارنۍ لوبې ټاس پکتېکا لوبډلې وګټلو او لومړۍ یې توپوهنه وکړه په ټاکلو شویو شلو اورونو کې یې د غزني لوبډلې ته ۲۰۲ منډې هدف وتاکه چې صدرالدین د پکتېکا لپاره د نورو لوبغاړي زیاتې ۵۴ منډې وکړې.

په دوهمه پانۍ کې د غزني توپوهونکو چټکه او برید ګره لوبه ترسره او د پکتېکا له لورې ورکړل شوی هدف یې د شلم اور په پنځم توپ سره پوره کړ او پکتېکا لوبډلۍ ته یې ماتې ورکړه.

همدارنګه د ماسپښین لوبه چې د هلمند او زابل بي لوبډلو ترمنځ ترسره سوه ټاس یې زابل وګټلو او لومړی یې توپوهنه وکړه چې په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د هلمند لوبډلې ته ۱۵۹ منډې هدف ورکړ چې له ډلې یې تر ټولو زیاتې منډې ۲۴ سیف الله وکړې

وروسته په دوهمه پاڼۍ کې هلمند توپوهنه پیل کړه او ټاکل شوی هدف یې د لوبې په ۱۷ اور کې پوره کړ او زابل بي لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.

د هلمند لپاره تر ټولو زیاتې منډې ۴۸ لوبډلمشر بشیر وکړې او فیصل ښایسته بیا ۴۵ منډې ترسره کړې

د لوبې غوره لوبغاړی فیصل ښایسته ونومول شو چې په ننۍ سیالۍ کې یې ۴۵منډې وکړې او د زابل بي لوبډلۍ ۴ لوبغاړي یې هم سوځولي.