په زابل کې د سولې تر نامه لاندې زابل لوبډلې پر له پسې دریمه بریا خپله کړه

روح الله حکیمي

په زابل کې د سولې تر نامه لاندې جوړ شوي ټورلمنټ کې زابل پرله پسې دریمه بریا خپله او هرات ته یې سخته ماته ورکړه.

د زابل او هرات ترمنځ لوبه نن پنجشنبه ماسپښین د کلات ښار په همرا لوبغالي کې ترسره سوه چې ټاس یې هرات وګټلو او زابل ته یې په 19.4 اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 130 منډې هدف ورکړ.

د هرات لپاره تر ټولو زیاتې 23 منډې فیض الله وکړې او د زابل لپاره نوید زابلي 3 او عمران خانراد 2 وېکټې ترلاسه کړې.

په دوهمه پاڼۍ کې د زابل لوبډلې پېلوونکو لوبغاړو چټکه توپوهنه ترسره کړه او په 7 اورونو کې یې د هرات له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړ.

د زابل لپاره منیر کاکړ تر ټولو زیاتې 58 منډې ترسره کړې او نصیب الله مامک هم 38 چټکې منډې ترسره کړې.

د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی نوید زابلی اعلان شو چې په 3 اورونو کې یې 13منډې ورکړې وې او 3لوبغاړی یې سوځولي وو.

د یادونې وړ ده چې د زابل لوبډلې تر دې مخکې هم د نیمروز او کندهار ولایتونو لوبډلو ته سختې ماتې ورکړې وې او د جدول په سر کې قرار لري.