د افغانستان فوټبال غوره لیګ وروستي جزیات

عبدالولي عمري

د لیګ په دوهمه اونۍ کې دوهمه لوبه د شاهین اسمایې او سپین غربازانو ترمنځ ترسره شوه.

دې لوبه کې ددواړو لوبډلو ترمنځ پوره هڅه وشوه،  تر څو یو دبل پر وړاندې ګولونه ترسره کړې، خو شاهین لوبډله بریالۍ سوه ترڅو سپین غر بازانو ته ۲ – ۱ ماته ورکړي.

د لوبې تر لومړۍ نیمایې مخکې سپین غربازان وتوانیدل چې لومړی ګول د فرشید وجودي په مټ شاهین اسمایې ته ورکړي.

خو شاهین اسمایې لوبډلې د پوره هڅې وروسته د رؤف قادري په مرسته دوه ګوله ترسره کړه او په دې سره یې سپین غر بازانو ته ماته ورکړه.

ددې اونۍ په لړۍ نن د میوند اتلانو او سیمرغ البرز ترمنځ لوبه ترسره کیږي.

میوند اتلانو لوبډلې خپله لومړۍ لوبه ۱ – ۱ د موج های امو سره مساوي پای ته رسولې وه، او سیمرغ البرز بیا ۱ -۰ طوفان هریرود ته لوبه بایللې ده.