د افغان فوټبال د غوره لیګ د دوهمې اونۍ واضح جزیات څه دي؟

احمد مسعود

د افغانستان فوټبال غوره ليګ دوهمه اونۍ نن چهارشنبه شروع کيږي چې درې لوبې پکښې ترسره کيږي.

لومړی لوبه نن چهارشنبه ماښام شپږ بجې د طوفان هريرود فوټبال ټيم او موجهای امو فوټبال ټيم ترمنځ ترسره کيږي.
طوفان هريرود فوټبال ټيم ددې ليګ په اوله اونۍ کې خپله اوله لوبه 0-1 د سیمرغ البرز فوټبال ټيم څخه ګټلې او که راتلونکې چهارشنبه خپله دوهمه لوبه د امو څخه وګټي ددې ليګ بل پړاو ته ځان په برياليتوب سره رسولی شي.
موجهای امو فوټبال ټيم بيا خپله اوله لوبه د ميوند اتلان فوټبال ټيم سره 1-1 مساوي کړي ده او که دا لوبه ګټي بل پړاو ته يي لا هم هيلي ژوندۍ پاتې کيږي.

2»دوهمه لوبه راتلونکې پنجشنبه ماښام شپږ بجې د شاهين اسمايي فوټبال ټيم او د سپین غر بازانو فوټبال ټيم ترمنځ ترسره کيږي چې شاهين خپله اوله لوبه 0-1 د عقابان هندوکش فوټبال ټيم څخه ګټلې ده.
او سپين غر بازانو فوټبال ټيم هم خپله اوله لوبه 1–4 د اباسين څپې فوټبال ټيم څخه ګټلې وه چي اوس د ب ګروپ په سر کې ځاي لري.

3»دريمه لوبه هم راتلونکې جمعه د ماښام پر شپږ بجې د ميوند اتلان فوټبال ټيم او سیمرغ البرز فوټبال ټيم ترمنځ ترسره کيږي چې ميوند اتلان فوټبال ټيم خپله اوله لوبه 1-1 د موجهای امو فوټبال ټيم سره مساوي کړې او سیمرغ البرز فوټبال ټيم بيا خپله اوله لوبه 0-1 طوفان هريرود فوټبال ټيم بايللې ده.