وروستي ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

په مالیزیا کې د ورزشي خبریالانو د اسیایي فدراسیون د اجرائيه کمېټې په ناسته کي، افغانستان د فعالو او قدرتمندو فدراسیونونو په توګه وستایل سو.

له هغه راهیسي چي ډیګو سیموني د اټلاټیکو ماډریډ روزونکی شوی دی، دې کلب په لالیګا کي 57 لوبې په 1-0 پایلي سره ګټلي دي. ریال ماډریډ په لسو بریاوو اخیری مقام لري.

رسمي: د اث میلان کلب تائید کړه، چې د دې کلب کروشیایي دفاعي لوبغاړي سټرینیچ د دې کلب سره خپل قرارداد تر توافق وروسته لغوه کړی. بواټینګ پرون د بایرن میونیک سره تمرینات بیل کړل. هغه زخمي و.

کونټي د اینټر میلان د تاریخ درېیم روزونکی شو، چې د سیر اې لومړۍ لوبه یي د 4 ګولونو په توپیر وګټله.

تر ده مخکي جوزپي مي اټزا (1946) او هلنیو هریرا (1960) دي.
د اې ایس ورځپانه: پاریس سېنټ جرمن و ریال ماډریډ ته ویلي دي، چې وینیسیوس د نیمار معاملې ته داخل کړئ او موږ به نیمار تاسو ته درکړو