ورستي ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

د معلولينو ملي لوبډله نن د نړيوال جام په نيمه پايلوبه کې انګلستان سره لوبه کوي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلئ مخکينی روزونکی پيل سايمونز، روي شاستري، مايک هسن، ټام موډي، لالچند راجپوټ، او روبين سينګ د هند کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي دندې لپاره شارټ ليست شوي دي.

له يادو کسانو به راتلونکې جمعه يو تن د هند کرکټ ملي لوبډلې د مشر په توګه وټاکل شي.

رونالډو د میسي په اړه:

” زما و د میسي تر منځ فرق دا دی، چې زه په مختلفو کلبونو کې لوبیدلی یم او هم مي چمپیونز لیګ د مختلفو کلبونو سره ګټلی دی.”

د بارسلونا استازي نن دوه وړاندیزونه پاریس سېنټ جرمن ته کوي.

لومړی: کوټینیو + 80 میلیونه یورو
دوهم: کوټینیو + 100 میلیونه یورو

د معلوماتو پر اساس، دا د بارسلونا وروستي وړاندیزونه دي او که قبول نه شي، نو تر دې لوړ د بارسلونا له پاره امکان نه لري.

 99.9 فیصده د نیمار د انتقال کار و بارسلونا ته نن خلاصیږي.

د بارسلونا کلب ورزشي مدیر اریک ابیډال د خاویر بورډاس سره اوسمهال پاریس ته د خبرو له پاره رسیدلي دي، چې د پاریس سېنټ جرمن د ورزشي مدیر لیو نارډو سره به خبرې وکړي.

دا د بارسلونا وروستۍ هڅه ده.

مارکا نن په یوه خبر کې ویلي دي، چې میسي و ریال ماډریډ ته د نیمار د تګ د مخنیوي په خاطر هغه ته زنګ وهلی دی او ورته ویلي یي دي، چي بارسلونا ستا له پاره ښه انتخاب دی.