میسي له بارسلونا سره قرارداد تمدیدوي

تاند- روانه اوونۍ لیونیل میسي دوې مهمې پرېکړې وکړې؛ له انتونیلا سره یې واده وکړ او اوس د خپلې خوښې له لوبډلې بارسلونا سره قرارداد اوږدوي.

میسي له کوچینوالي څخه له بارسلونا کلب سره مینه لرله او له انتونیلا سره یې نه شلېدونکې اړیکې درلودې.

د چهارشنبې په ورځ د بارسلونا لوبډلې اعلان وکړ چې میسي به تر ۲۰۲۱ م کال پورې ورسره یوځای وي.

تراوسه پورې له بارسلونا سره د میسي د قرارداد د شرطونو په اړه جزییات نه دي څرګند شوي.

میسي ۱۷ کاله پخوا چې لا ماشوم و، له بارسلونا سره یوځای شو او ښايي بالاخره په همدغه ټیم کې له فوټباله تقاعد شي.

بارسلونا د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې له لیونل میسي سره به د قرارداد د تمدیدولو سند په راتلونکو څو اوونیو کې لاسلیک کړي.

میسي تراوسه پورې ۵ ځلې د کال غوره لوبغاړی پېژندل شوی دی.

هیڅ بل فوټبالر د میسي په شان پنځه ځلې طلايي توپ نه دی ګتلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *