بارسلونا له ۲ نامتو لوبغاړو سره قرارداد نوی کوي

تاند- د هسپانیا بارسلونا کلب له نامتو ارجنټایني لوبغاړي لیونیل میسي او یوروګوايي لوبغاړي لوییس سواریز سره خبرې کوي چې دا کلب پرېنږدي.

له بارسلونا سره د ۲۹ کلن میسي قرارداد تر ۲۰۱۸ پوري دی خو دا کلب غواړي چې میسي تر دې ډېر وخت له بارسلونا سره پاتې شي.

خو سواریز، چې هغه هم ۲۹ کلن دی، له بارسلونا سره باید ژر قرارداد یو طرفه کړي.

بارسلونا نوموړی په ۲۰۱۴ م کال د انګلیستان له لیورپول څخه په ۷۵ ملیون پونډه واخیست. له کله چې نوموړی په بارسلونا کې دی، دا کلب دوه ځلي د هسپانیا د غوره لیګ اتل شوی او یو وار یې د اروپايي لیګ اتلولي ګټلې ده.

سواریز د فوټبال په تېر فصل کې ۴۰ ګولونه ووهل او د غوره ګول وهونکي طلايي بوټ یې وګاټه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *