د بارسلونا نامتو لوبغاړي ته د افغان دوکاندار ورته والی

تاند- په ټولنیزو رسنیو کې فعال افغانان د نړۍ د مشهورو لوبغاړو او شخصیتونو څېرو ته ورته افغانان مومي.

په وروستیو کې د بارسلونا د یوروګوايي لوبغاړي (لوییز سوارز) په شان د یوه افغان څېره وموندل شوه.

دغه افغان سید فردین نومېږي او د کابل په سرکارېز سیمه کې دوکاندار دی.

تر ده مخکې د هرات د اوسېدونکي عبدالکریم سروري عکس خپور شوی و چې څېره یې لیونل میسي ته خورا نژدې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *