لیونل میسي د ارجنټاین له ملي ټیمه استعفا وکړه

تاند- د ارجنټاین د فوټبال نامتو ستوري لیونل میسي اعلان وکړ چې نور به له خپل ملي ټیم سره لوبه ونه کړي.

میسي د ارجنټاین له ملي ټیم څخه وروسته له دې استعفا اعلان کړه چې ارجنټاین پرون /یکشنبه/ د امریکا د لویې وچې د فوټبال یا (کوپا امریکا) پایلوبه د پینالټي په ګولونو کې پر چلي وبایلله.

چلي د پینالټي په ۵ شوتونو کې ۴ په ګول بدل کړل خو ارجنټاین ۲ ګولونه ووهلی شوای. میسي هم د پینالټي شوت میس کړ.

ارجنټاین، سره له دې چې د نړۍ یو تر ټولو تکړه ټیم دی، خو له ۱۹۹۳ را په دې خوا یې له دې سره سره په کوم تورنمنټ کې اتلولي نه ده ګټلې چې د میسي په شان لوبغاړی پکې لوبېږي.

میسي تراوسه پوري ۵ ځلي د نړۍ د کال د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړی دی.

ده وویل:«د ارجنټاین په ملي ټیم ګکې زما لوبې بس دي. څه چې مې په وس پوره ول، هغه مې وکړل، ډېره سخته ده چې اتلولي مو ونه ګټله.»

ده له ۲۰۰۵ څخه تراوسه پوري د ارجنټاین د ملي ټیم لپاره په ۱۱۲ مسابقو کې ګډون کړی دی.

میسي او ارجنټاین د ۲۰۰۷ کوپا پایلوبه پر برازیل وبایلله او په ۲۰۱۴ م کال یې د نړیوال جام پایلوبه په اضافي وخت کې پر جرمني وبایلله. ارجنټاین دغه راز تېر کال د کوپا پایلوبه پر کوربه هیواد چلي په پینالټي شوتونو وبایلله.

۲۹ کلن میسي، چې د هسپانیا د بارسلونا په کلب کې هم لوبېږي، څلور څلي دا ټیم د اروپايي سیالیو اتلولۍ ته رسولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *