لیونل میسي: د سرو زرو د توپ ګټلو او نه ګټلو په اړه فکر مند نه یم

محمود خان منندوی

لیونل میسي پرون وویل: د سرو زرو د توپ د ګټلو او نه ګټلو په اړه هیڅ فکر نه کوم. که د سرو زرو توپ ترلاسه نه کړم، نو نه نا هیلي کېږم. زما لپاره د انفرادي جایزو ګټل اولیت نه دي. که چېري یو بل کال هم د اروپا د اتلانو د لیګ جام و نه ګټو، نو زما لپاره به ډېره دردونکې وي. د ویډیو لوبڅار د کومک کوونکي سیسټم په اړه میسي وویل: زه دا سیسټم خوښوم او د دې سره علاقه لرم، چې د دې سیسټم څخه کار واخیستل شي، خو اوس هم داسي احساسوم، چې د دې سیسټم څخه د استفادې سربیره بیا هم مختلفو صحنو په اړه شکونه موجود دي.

د بارسلونا د پخواني لوبغاړي ( ژاوي) او روزونکي ( ګوارډیولا) په اړه میسي وویل:ژاوي؟ زه فکر کوم هغه چي هر وخت وغواړي بیرته بارسلونا ته راتلاي شي. ژاوي اوسمهال د روزونکي په توګه کار کوي او کولاي شي په راتلونکي کې د بارسلونا د روزونکي په توګه راشي. زه فکر کوم چي هغه به د ګوارډیولا په څېر وي. پيپ ګوارډيولا زما د فوټبال د دوارن تر ټولو غوره روزونکی وو. د ګوارډیولا دوران یو ځانګړی دوران و، خو تر هغه وروسته مي رُشد او تکامل والي ته هم ادامه ورکړې ده.

د مرکې په ېوې برخه کې خبریال د لیونل میسي څخه د هغه د سر سخت سیال کریسټیانو رونالډو په اړه وپوښتل، چې آیا په رونالډو پسې دې زړه تنګ شوی دی؟ میسي وویل:
ریال ماډريډ به دا فصل د جدول په سر کې ځای ونیسي. هغوئ ډېر ښه لوبغاړي لري. ما تېر کال وویل چې هغوې به د رونالډو د جلا کېدو تر اغیر لاندې راشي. آیا په رونالډو پسې دې زړه تنګ شوی دی؟ بلې. ما د دې سره علاقه درلوده چې رونالډو په ریال ماډريډ کې پاتې شي او یو د بل سره سیالۍ کولو ته ادامه ورکړو.

همدارنګه د مرکې په وروستیو کې د میسي څخه د هغه د غوره ګول په اړه پوښتنه وشوه، چې میسي وویل:
زما تر ټولو غوره ګول د اروپا د اتلانو د لیګ د ۲۰۰۹م کال په پایلوبه کې پر منچسټر یونايټيډ باندې د سر په ضربې سره دی. د بارسلونا کپتان اوسېدل د یوه غرور سبب کېږي او یو ښه مسؤلیت دی. زه په کاټلونیایي ژبه خبري نه شم کولاي، ځکه چې تر اوسه مې نه ده امتحان کړې، خو زما زامن په ښه توګه سره په کاټلونیايي ژبه خبرې کولاي شي. زه همیشه په هسپانوي ژبه خبرې کوم.