لیونل میسي: د خپل کار او فوټبال ژوند به په بارکا پای ته ورسوم

د سي این این راپور له مخې لیونل میسي غواړي د خپل کیریر تر پای پورې له بارسلونا سره پاتې شي، د دې کلب مشر جوزیپ ماریا بارتوومیو د نوموړي په پاتې کېدو ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې باید لیونل میسي خپل کیریر ته دوام ورکړي.

ګڼ شمېر راپورونو څرګنده کړې ده چې لیونل میسي د وتلو په لټه کې دی، خو بارتوومیو ډاډه دی چې د هغه سړی به د راتلونکو کلونو لپاره په بارسلونا کې پاتې شي.

میسي وویل: (( په بارکا کې به د خپل کار او فوټبال ژوند پای ته ورسوم.))

هغه هسپانوي شبکې موویستار ته وویل:

((زه توضېحات نه ورکوم، ځکه چې موږ په سیالۍ تمرکز کوو او موږ د ډیری لوبغاړو سره خبرې کوو،  مګر میسي موږ ته څرګنده کړه چې هغه غواړي پاتې شي او له دې امله موږ به د ډیر وخت لپاره د هغه له پاتې کېدو څخه خوند واخلو.))

دغه نظرونه وروسته له هغې رامنځته شول چې بارسلونا د یکشنبې په ورځ ولایریل ته ۴-۱ ماته ورکړه ترڅو د لا لیګا لقب خپل نا امید امیدونه ژوندي وساتي.

میسي د نړۍ نوموتی فوټبالر دی.