لیونل میسي د فوټبال په نړۍ کې بله ستره کارنامه؛ نور هم شته
محمود خان منندوی
د فوټبال نړۍ نوموتي لوبغاړي لیونل میسي د لالیګا د تاریخ لومړی لوبغاړی شو، چې یوه فصل کې یې ۲۰ ګولونه ولګول او ۲۰ د ګول پاسونه یي وکړل.
میسي د نړۍ په کچه ګڼ شمېر مینه وال لري او دی شور جوړونکي لوبه هم کولای شی.
میسي د لالیګا په یوه فصل کي د ګول د ډېرو پاسونو په برخه کي خپل تر ریکارډ تېر سو او نوی ریکارډ یي جوړ کړ.
میسي د لوبو د بیا پیلیدو راهیسې ۷ لوبو کې ۳ ګولونه او ۸ د ګول پاسونه کړي دي.
میسي و ویډال ته یو د ګول پاس ورکړ، چي په دې سره یي د لالیګا په دې فصل کي خپل د ګول د پاسونو شمېر ۲۰ ته ورسول. هغه په 2010/11 او 2014/15 فصلونو کې 18 د ګول پاسونه لالیګا کې کړي وو.
د لالیګا په یوه فصل کي د میسي د ګول د پاسونو شمېر:
فصل / د ګول د پاسونو شمېر
2019/20 – 20
2010/11 – 18
2014/15 – 18
2015/16 – 16
2011/12 – 16