په الکلاسیکوو کې د میسي کمزورې کارنامه حیرانوونکې وه، نور هم شته

محمود خان منندوی

 میسي ننننۍ لوبه کې ۴ ځله د ډریبل کولو کوښښ وکړ، چې یوازې یو ځل د حریف څخه تېر شو!  میسي د مارسلو په دخالت سره د ګول لګولو ښه موقعیت له لاسه ورکړ.

 له هغه راهیسې چې کریسټیانو رونالډو د ریال ما‌ډریډ څخه تللی دی، میسي په الکلاسیکو کې ګول نه دی لګولی.

تر ۴۵ کلونو وروسته، د فصل دوو لوبو کې کلین شیټ!

 کورټوا تر میګویل انخل (۱۹۷۴/۷۵ فصل) وروسته د ریال ماډریډ د تاریخ لومړی ګول ساتوونکی شو، چې د لیګ په تګ او راتک لوبه کې یي د بارسلونا پر وړاندې کلین شیټ وکړ!

ماریانو د تبدیلیدونکي لوبغاړي په توګه په ۲۱مه پیړۍ کې د الکلاسیکو تر ټولو تیز ګول ولګاوه.  ماریانو چې کله لوبې ته داخل شو، تر ۵۰ ثانیې وروسته یي ګول ولګاوه.  دا د لالیګا روان فصل کي د ماریانو لومړۍ لوبه وه.

په ورته وخت کې بیا  ریال د لوبغاړي نه د ریال د ملاتړ کوونکي په توګه راغلی و!

 ریال د دې سربیره چي د ګول ښه چانسونه یي یو په بل پسي خطاء کړل، خو بیا یي هم خپل د حملې پخوانی سبک نه هیراوه!  په دې سیالۍ کې وینیسیوس د ګول لګولو وروسته مخامخ رونالډو ته د هغه د خوشحالۍ ننداره وړاندې کړه!