ریال ماډریډ د جدول په سر کې قرار لري
محمود خان منندوی
ریال ماډریډ الکلاسیکو سیالي وګټله او د جدول سرته پورته شوه. په دې سیالۍ کې ریال ماډریډ ۲ او بارسلونا بیا کوم ګول ونه واهه.
د ریال ماډریډ لپاره وینیسیوس او ماریانو ګولونه ولګول.
ریال د دې سربیره چي د ګول لګولو ستونزه یي درلوده، خو بیا یي هم پر دفاعي بارسلونا دوه فوق العاده ګولونه ولګول.
په الکلاسیکوو کې د میسي کمزورې کارنامه حیرانوونکې وه، نور هم شته
میسي ننننۍ لوبه کې ۴ ځله د ډریبل کولو کوښښ وکړ، چې یوازې یو ځل د حریف څخه تېر شو! میسي د مارسلو په دخالت سره د ګول لګولو ښه موقعیت له لاسه ورکړ.
له هغه راهیسې چې کریسټیانو رونالډو د ریال ماډریډ څخه تللی دی، میسي په الکلاسیکو کې ګول نه دی لګولی.
تر ۴۵ کلونو وروسته، د فصل دوو لوبو کې کلین شیټ!
کورټوا تر میګویل انخل (۱۹۷۴/۷۵ فصل) وروسته د ریال ماډریډ د تاریخ لومړی ګول ساتوونکی شو، چې د لیګ په تګ او راتک لوبه کې یي د بارسلونا پر وړاندې کلین شیټ وکړ!
په ورته وخت کې بیا ریال د لوبغاړي نه د ریال د ملاتړ کوونکي په توګه راغلی و!
ریال د دې سربیره چي د ګول ښه چانسونه یي یو په بل پسي خطاء کړل، خو بیا یي هم خپل د حملې پخوانی سبک نه هیراوه! په دې سیالۍ کې وینیسیوس د ګول لګولو وروسته مخامخ رونالډو ته د هغه د خوشحالۍ ننداره وړاندې کړه!
ماریانو د تبدیلیدونکي لوبغاړي په توګه په ۲۱مه پیړۍ کې د الکلاسیکو تر ټولو تیز ګول ولګاوه. ماریانو چې کله لوبې ته داخل شو، تر ۵۰ ثانیې وروسته یي ګول ولګاوه. دا د لالیګا روان فصل کي د ماریانو لومړۍ لوبه وه.