ټلګراف: ریال ماډریډ د بیل په جلا کېدو  کې موافق دی، نور هم شته

محمود خان منندوی

ریال ماډریډ د بیل د جلا کېدو له پاره په سرعت سره کار کوي او غواړي په راتلونکي کلب کې د هغه د معاش نیمه برخه ادا کړي.

د بارسلونا پخوانی او د هسپانیا اوسنی روزونکی لویز انریکي: ناوخته یا ژر به میسي د بارسلونا څخه ولاړ شي. کلب به بې له میسي هم جامونه وګټي او میسي هم داغسي. کلب تر لوبغاړي لوړ دی.

موډریچ د میسي د تګ په اړه: ریال بې له رونالډو هم خپل کار ته دوام ورکړ، بارسا به هم داغسي وي.

د مکرون کمپنۍ د ۲۰۲۰/۲۱ زیږدیز فصل له پاره د لاټزیو لومړی او دوهم لباس معرفي کړ.

د راتلونکي فصل څخه به د یوونټوس لوګو بې له دې چې پر سر یې یوونټوس ولیکل شي، استفاده ور څخه کېږي.

 ډروګبا رسماً د عاج ساحل د فوټبال فدراسیون د ریاست ټاکنو ته ځان کاندید کړ.

ګریټ بیل د راتلونکي په اړه: زه فکر کوم، چې کلب باید دې پوښتني ته ځواب ووایي. ریال ماډریډ دا موضوع ډېره سخته کړه. تېر کال مې غوښتل ورڅخه جلا شم، خو هغوی اخیرو لحظو کې مانع شول.

میسي د ګول سایټ سره مرکه کي: په بارسلونا کې خوشحاله نه وم او غوښتل مې ولاړ شم، خو کلب اجازه نه راکوله.