اټلاټیکو ماډریډ د ریال ماډریډ یو مهم لوبغاړی په ۴۰ میلیونه یورو وپېرلو

محمود خان منندوی
اټلاټیکو ماډریډ په دې دوبي کې د ریال ماډریډ د ستورو په لټه کي دی او تر اوسه یې مهم لوبغاړی یورنټي په 40 میلیونه یورو رانیولی دی.
ریال ماډریډ په دې دوبي کې ډېر او مهم لوبغاړي رانیول، چې د دې پېسو د جبران له پاره غواړي ځیني لوبغاړي خرڅ کړي او په دې کار کي بریالي شوي هم دي، چې اټلاټیکو ماډریډ په دې برخه کي مهم رول لوبولی دی.

د ABC ټلویزیون په یوه راپوره کې ادعا کړې ده، چي اټلاټیکو ماډریډ په لومړیو کي په 40 میلیونه یورو یورنټي د ریال ماډریډ څخه رانیوه او اوس د جیمز رانیولو ته هم ډېره نږدې شوې ده.

که چیرې دغه انتقال ترسره شي، نو اټلاټیکو ماډریډ به د 50 میلیونه یورو سربیره 10 میلیونه یورو د انعام په توګه ریال ته ورکړي.
بل خوا اټلاټیکو ماډریډ غواړي د اسپانیول دفاعي لوبغاړی ماریو هرمسو په 25 میلیونه یورو رانیسي. دغه لوبغاړي د ریال ماډریډ په اکاډمۍ کي رشد کړی دی او که دغه انتقال ترسره شي، نو 12.5 میلیونه یورو به و ریال ته ورسیږي.

که چیري دغه دوه انتقاله ترسره سي، نو اټلاټیکو ماډریډ به 62.5 میلیونه یورو و ریال ماډریډ ته ورکړي، چې په دې سره به یې د یورنټې د 40 میلیونه یورو سره، د ریال څخه د 100 میلیونه یورو په اندازه خرید کړی وي او په یو ډول به یې د هازارډ مبلغ هم اداء کړی وي.