میسي ممکن یو یا دوه کاله د ملي لوبډلې څخه محروم شي

محمود خان منندوی

د لوبڅارانو د محکمې ارجنټایني غړي ګوسټاو ابریو د میسي څخه غوښتنه کړې ده، چي د کوپا امریکا په نیمه پایلوبه کې د برازیل سره تر لوبي وروسته خپل د خبرو په خاطر بخښنه وغواړي او که داسي ونه کړي د سخت محرومیت سره به مخ شي.

میسي لوبڅاران د برازیل په ملاتړ تورن کړی وو او کنفدارسیون یي فاسد بللی وو.

میسي ممکن یو یا دوه کاله د ملي لوبډلې څخه د دې خبرو په خاطر محروم شي.