د برازیل یو روزونکی ټيټي: میسي راته وویل چې خوله دې بنده کړه

محمود خان منندوی

 د برازیل د ملي لوبډلې روزونکي ټیټي ادعا کړې ده، چې د ارجنټاین کپتان لیونل میسي د هغه سپکاوی کړی دی. ټیټي وویله چې میسي تېره شپه هغه ته وویل، خوله دې وتړله.

 ګول سایټ خپل په راپور کې لیکلي دي، چې میسي د تېرې شپې د لوبې په لومړۍ نیمایي کې کله چې د برازیل روزونکي ټیټي و لوبڅار ته اعتراض وکړ، میسي خپلې خولې ته د لاس په ور وړلو سره ټیټي و اراموالي ته را وباله. میسي تېره شپه په 13مه دقیقه کي پر برازیل ګول ولګاوه. د برازیل روزونکي په دې اړه وویل:

 ما اعتراض درلود، هغه ( میسي ) باید ژیړ کارت اخیستی وای. هغه ماته وویل: ” خوله دې وتړه” او ما هم دغه خبره ورته وکړه. نور د دې په اړه خبرې نه کوم، خو باید د پیاوړې لوبڅارۍ څخه ګټه واخیستل شي. په هغه صحنه کې میسي د ژیړ کارت د اخیستو مستحق و او ما د اعتراض حق درلود.

 د یادونې وړ ده، میسي درې میاشتې د ملي لوبو څخه په دې خاطر بند و، چې د 2019 په کوپا امریکا کې یي د برازیل او ارجنټاین د لوبې د لوبڅار د قضاوت په اړه خبرې کړې وې او دا یې تر هغه محرومیت وروسته لومړۍ لوبه وه، چې د ارجنټاین لپاره یي وکړه.