د فوټباله له ډګره وروستي لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

رسمي: بایرن میونیک تائید کړه، چې هانس ډیټر فلیک به د دوی د روزونکي په توګه په خپله دنده پاتې وي.

 هغه شاید د 2019 کال تر پایه د بایرن میونیک روزونکي وي. دې کلب دی د کوچ تر اخراج وروسته خپل موقتي روزونکی وټاکه او کله چې یي په دوو لوبو کې د ډورټمنډ او الیمپیاکووس پر وړاندې ښې پایلې ترلاسه کړې، بایرن یي پر خپله دنده پاتې کېدو ته قانع کړ.

رسمي:  د ورزش د لوبڅارانو محکمې د منچسټر سیټي هغه اعتراض رد کړ، چې د یوفا له خوا د دوی د فرپلي د مالي قوانینو په اړه د څیړنیزې قضیې په اړه یي کړې وه، چې پر دې اساس یوفا خپلو څیړنو ته ادامه ورکوي.

بیلډ: ډورټمنډ په دوبي کې جیډون سانچو ته په یوه شرط کې د جلا کېدو اجازه ورکوي او هغه شرط دا دی، چې غوښتونکی کلب به 140 میلیونه یورو ورکوي.

 ریال ماډریډ، منچسټر یونایټیډ او لیورپول د دې لوبغاړي غوښتونکي دي.