د افغانستان او ویسټ انډيز درېیمه شل اوریزه سیالۍ نن ترسره کیږي

ټاکل شوې چې د افغانستان او ویسټ اندیز کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د شل اوریزو سیالېو په لوبلړ کې درېیمه سیالۍ نن د کابل پر وخت  د ماښام په شپږو بجو ترسره شي. د دواړو لوبډلو تر منځ لومړی د یو ورځنېو سیالېو لوبلړ ترسره شو چې ویسټ انډيز پکې افغانستان کرکټ ملي لوبډله وایټ واش کړه.

له یو ورځني لوبلړ وروسته افغانستان د ویسټ انډيز خلاف د شل اوریزو سیالېو لوبلړ پېل کړ چې په لومړۍ سیالۍ کې یې بریا ونه مونده، خو په وروستۍ (پرونۍ/دوهمه) سیالۍ کې یې بیا کریم جنت ورکه بریا خپله کړه. په ذکر شوې دوهمه سیالۍ کې افغان لوبډلې د کریم جنت د غوره توپ اچونې په پایله کې د ویسټ انډیز لوبډله د ۴۱ منډو په توپیر ماته کړه او په دې سره یې د عزیزي بانک جام د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ بریا خپله کړه.

تر دې مهاله خو د شل اوریزو سیالېو لوبلړ یو په یو مساوي دی. دا چې دا لوبلړ کومه لوبډله خپلوي، ننۍ لوبه به یې ثابته کړي.