ډاني اولمو په لومړۍ سیالۍ کې ګول وواهه، نور هم شته

محمود خان منندوی

ډاني اولمو په داسي حال کې تېره شپه د هسپانیا د ملي لوبډلې لپاره لومړی ګول ولګاوه، چې دا یي لومړی ځل و چې ملي لوبډلې ته دعوت شوی و او دغه یې لومړۍ لوبه هم وه.

موراټا د تېري شپې په ګول سره د خپل فوټبال په دوران کې د لومړي ځل لپاره په 7 پرلپسې لوبو کې ګولونه لګولي دي. (کلب + ملي لوبډله)

سانټي کازورلا تېره شپه د 2015م کال راهیسې په لومړي ځل د هسپانیا لپاره ګول ولګاوه. ( 2015، د انګلستان پر وړاندې، دوستانه لوبه)

تېره شپه د لومړي ځل له پاره 7 مختلفو لوبغاړو د هسپانیا د ملي لوبډلې لپاره په یوه لوبه کې ګولونه ولګول.

اولي هوینس تر 50 کلونو وروسته د بایرن میونیک څخه جلا شو.  هغه په بایرن میونیک کې د 1970م کال څخه تر اوسه د لوبغاړي، مدیر او رئیس په توګه پاتې و. هوینس په بایرن میونیک کې تر یوې بریالۍ دورې وروسته پرون شپه د تل له پاره په ځانګړو مراسمو کې د بایرن میونیک څخه جلا شو. دې مراسمو ته د بایرن میونیک پخواني ستوري هم ورغلي وو.