ماریانو په ۲۱مه پېړۍ کې تر ټولو چټک ګول وواهه، نور هم شته
محمود خان منندوی
ماریانو د تبدیلیدونکي لوبغاړي په توګه په ۲۱مه پیړۍ کې د الکلاسیکو تر ټولو تیز ګول ولګاوه.
ماریانو چې کله لوبې ته داخل شو، تر ۵۰ ثانیې وروسته یي ګول ولګاوه.
دا د لالیګا روان فصل کي د ماریانو لومړۍ لوبه وه.
په ورته وخت کې بیا ریال د لوبغاړي نه د ریال د ملاتړ کوونکي په توګه راغلی و!
ریال د دې سربیره چي د ګول ښه چانسونه یي یو په بل پسي خطاء کړل، خو بیا یي هم خپل د حملې پخوانی سبک نه هیراوه!
په دې سیالۍ کې وینیسیوس د ګول لګولو وروسته مخامخ رونالډو ته د هغه د خوشحالۍ ننداره وړاندې کړه!
تر ۴۵ کلونو وروسته، د فصل دوو لوبو کې کلین شیټ!
کورټوا تر میګویل انخل (۱۹۷۴/۷۵ فصل) وروسته د ریال ماډریډ د تاریخ لومړی ګول ساتوونکی شو، چې د لیګ په تګ او راتک لوبه کې یي د بارسلونا پر وړاندې کلین شیټ وکړ!