افغان کرکټ ملي لوبډله نن د ایرلنډ خلاف لوبیږي

د افغانستان په کوربتوب د هندوستان په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې ایرلنډ کرکټ لوبډلې سره درې شل اوریزې کرکټ لوبې ترسره کېږي، دا لوبې د مارچ میاشت په ۶ مه نېټه پېلېږي.
افغان کرکټ لوبډله د مارچ میاشت په ۶ مه نېټه له ایرلنډ سره لومړۍ شل اوریزه لوبه کوي.
دغه لوبې د افغان کرکټ بورډ په کوربتوب د هندوستان په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې ترسره کېږي.
افغانستان او ایرلنډ له دې وړاندې د ۲۰۱۹ م کال په فبروري میاشت کې په هندوستان کې لوبې کړې وې، چې افغان کرکټ لوبډلې ګټلې وې.
راتلونکې لوبلړۍ د مارچ میاشت په ۶ مه نېټه پېلېږي، چې لومړۍ لوبه یې په همدې نېټه ترسره کېږي، دویمه لوبه د مارچ میاشت په ۸ مه نېټه کېږي او درېیمه لوبه د مارچ میاشت په لسمه نېټه ترسره کېږي.
افغان کرکټ لوبډلې د دغو لوبو لپاره په هندوستان کې تمرینات پیل کړي او د پوره چمتووالي خبره یې کړې ده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دا سیالي د پلازمېنې کابل پر وخت ۱ بجه پېلیږي.