سبا شنبه امریکا د باټن ټوېرلېنګ سیالېو کوربه ده

د امریکا متحده ایالاتو کې د باټن ټوېرلېنګ لوبې د مارچ میاشتې په ۷ مه نېټه پېلېږي او د مارچ میاشت تر ۸ مې نېټې دوام کوي، دې لوبو کې هغه لوبغاړي ګډونوال دي، چې د یادې لوبې ماهرین دي او د ځانګړو لرګیو په مرسته حرکات اجرا کوي، چې یوه ښکلې ننداره جوړوي.
د امریکا متحده ایالاتو اوهایو سیمه کې د باټن ټوېرلېنګ لوبې د مارچ میاشت په ۷ مه نېټه پېلېږي او د همدې میاشت تر ۸ مې نېټې دوام کوي، دې لوبوکې ځایي لوبغاړو ګډون کړی.
باټن ټوېرلېنګ لوبو کې یو لوبغاړی د یو، دوه، درې او یا هم زیاتو ځانګړو ډنډو ته ورته لرګیو په مرسته حرکات اجرا کوي، لوبغاړی لرګی په لاس، ملا او پښې اچوي او بېرته یې د خپل مهارت له مخې نیسي او نه پرېږدي، چې لرګی ځمکې ته پرېوځي.
د لوبغاړي کارکرده ګي ته په انګلیسې ژبه کې پرفامېنس وايي او کله چې یو لوبغاړی ښه کارکرده ګي وکړي او چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړي، د خلکو له تشویق او ننداره کوونکو له تودو چکچکو سره مخ کېږي.
دا لوبې په اولمپیک سیالیو کې هم شته او د جولای میاشت کې به نندارې ته وړاندې شي.