افغان لوبډله سبا د ایرلنډ خلاف لوبیږي

افغان لوبډله به سبا د جمعې په ورځ (د مارچ مياشتې شپږمه) د هندوستان په ګريټر نويډا لوبغالي کې د ايرلنډ پر وړاندې د افغانستان اسلامي بانک شل اوريز جام لومړۍ لوبه ترسره کړي.

په ورته وخت کې بیا د اسلامي بانک شل اوريزه جام له پېلېدا وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلط پیاوړي لوبډلمشر اصغر افغان او انډريو بلبرني نن د هند په ګريټر نويډا کې د خبري غونډې وروسته له جام پرده پورته کړه.

 د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ لومړۍ شل اوريزه لوبه سبا ماسپښين ۱ بجه پېليږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله تر اوسه له ایرلنډ لوبډلې سره په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۱۵ ځلې مخ شوې چې له ډلې یې افغان لوبډلې له سیال لوري ۱۲ ځلې بریا خپله کړې.