عربي متحده امارات د اوښ ځغلولو سیالېو کوربه د

اوښ ځغلولو سیالۍ چې په سعودي او عربي متحده امارات کې ځانګړی ځای او مقام لري؛ اوس هم دا سیالۍ په عربي متحده امارتو کې دوام لري. د ډېسمبر په ۲۵ مه نېټه د دې سیالیو ځېنې لوبې ترسره شوې، چې لا هم دوام لري.
دا چې عربي هېوادونه له پخوا وختونو اوښان ساتي؛ نو د سوداګرۍ ترڅنګ ترې په ورزش کې هم ګټه اخلي. د اوښانو ځغلولو سیالۍ د ورزش په نوملړ کې په رسمي ډول لیکل شوي او د یو ورزش په توګه د ورزش له نړیوال فدراسیون سره ثبت دي.
د اوښ ځغلولو سیالۍ په عربي هېوادونوکې ځانګړی ځای لري او په زیات شمېر کې اوښان پکې په ځغاسته کې په سیالۍ اچول شوي وي، د دې سیالیو لپاره ځانګړي روزل شوي اوښان دي، چې یواځې د منډې وهلو لپاره دي او نور کار ترې نه اخېستل کېږي.
د دې سیالیو څارنه د ځانګړو لوبڅارانو له خوا کېږي او په وروستیو کې یې پایلې اعلانوي.